1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل بانک د سقوط د عاملینو نومونه بربنډ سول

۱۳۹۰ اردیبهشت ۷, چهارشنبه

د افغانستان د لوی خصوصي بانک (کابل بانک) د سقوط وروسته د لومړي ځل لپآره د هغو ونډه والانو نومونه بربنډ سول چې د دغه بانک په سلهاوو ملیونه ډالر یی لاهو کړي دي

https://p.dw.com/p/114uW
د کابل بانک د مقر
د کابل بانک د مقرانځور: DW/M.Jalalzai

د افغانستان بانک ریس عبدالقدیر فطرت چې نن د ولسي جرګي غونډي ته ور بلل سوی وو د کابل بانک ونډه وال د دغه بانک د ډیوالي کیدو لاملین وبلل.

په دغو کسانو کی د ولسمشر حامد کرزي او د هغه د لومړي مرستیال مارشال محمد فهیم قسیم وروڼه هم شامل دي.

فطرت د ولسي جرګي غونډه والو ته په وینا کی وویل چی حکومت د دغه بانک د ژغورلو لپاره خپل ټول توان وکاراوه نو ځکه یې اوس د دغه بانک چاري په خپل لاس کې اخیستي او د ماليي وزارت د خزاینو معینیت ته یی سپارلی دی.

ویل کیږي چی څه باندی پینځه سوه ملیونه ډالره د دغه بانک شتمنې ضایع سوي ده.

د مرکزي بانک ریس د کابل بانک د ډیوالي کیدو د اصلي عاملینو نومونه واخیستل. فطرت وویل:« حسین فهیم، محمود کرزی، ګلبهار حبیبی، عبدالغفار داوي، حاجي نثار او داسي یو شمیر نور کسان چی زه یی تاسو ته نومونه اخلم د کابل بانک د سقوط اصلي لاملین دي.»

د افغان حکومت څیړني ښیې چې د کابل بانک ډیری شتمنې د عربي متحده اماراتو په دوبۍ کې په ودانیو پانګه سوي وه او کله چی نړیوال اقتصادي کړکیچ په ۲۰۱۰ کال کی ډیری اقتصادی بنسټونه زیانمن کړل نو کابل بانک یې هم له ډیوالي کیدو سره مخ کړ.

خو هغه څه چې حکومت یې د پانګوالو بي غوري او بي کفایتي بولي د دې لامل سوي چی کابل بانک په سلهاوو ملیونه امریکايي ډالر له لاسه ورکړي.

که څه هم اوس مرکزي بانک د کابل بانک د شتمنیو د کنګولو کار پیل کړی خو ویل کیږي چی لا هم په سلګونو ملیونه ډالره چی حکومت د دغه بانک د ژغورلو لپاره لګولي ندي تر لاسه شوي.

په همدې لړ کې په کابل کې یو شمیر مهم سوداګریز مرکزونه چی جایدادونه یې په یوه ډول نه په یوه ډول د کابل بانک د ونډه لرونکو سره تړاو لري تر حکومتي ولکې لاندي راغلي .

د مرکزي بانک ریس وایې چې دوي د کابل بانک نوم د نوي کابل بانک په نوم اړولی او نړیوالو مالي ناظرینو هم په خپلو تحقیقاتو کې چې هر کال به یی نړیوال مالي صندوق ته وړاندي کول د کابل بانک په ناوړه اقتصادي وضیعت سترګي پتي کړي .

فطرت زیاته کړه: «دغو ادارو په خپلو رپوټونو کې ویلي ول چې کابل بانک په ډیر ښه وضیعت کی دی، هغه ده هر څه روښانه سول چې اصلي لانجه چیرته وه، بیا هم د افغانستان حکومت پریکړه وکړه چې د بانک مشتریانو ته زیان و نه رسیږي او د دغه بانک چارې یې په خپل لاس کې واخیستي.»

کابل بانک چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له نسکوریدو وروسته لومړی او سترخصوصي بانک بلل کیده د لومړي ځل لپاره یی د نیویاک ټایمز ورځپاڼي د تیر کال په ورستیو کی د کړکیچن وضیعت څخه پرده پورته کړه.

مرکزي بانک اوس هڅه کوي چی د نوي کابل بانک ټول سیستومونه په نړیوالې معیاري تکنالوژۍ سمبال کړي..

خو اوس د پارلمان ډیری غړي د کابل بانک د ژغورلو لپاره د هغو سلګونو ملیونو ډالرو د برخلیک په اړه اندیښمن دي چې د حکومت له بودجې د دغه بانک د ژغورلو لپاره کارول سوي دي.

وکیلان وایې چې د بیت المال څخه باید یوه افغانۍ هم د شخصي پانګوالو د ډیوالي کیدو د جبران لپاره نه وای لګول سوي، هغه غوښتنه چې حکومت یې له مالي ژغورونکو پلانونو سره په سمون کې نه بولي.

کابل/ جلالزی

کتونکی: عبدالباری حکیم