د کابل بریدونه د انځور په ژبه
تیره ورځ په کابل کې درې بریدونه وشول. لومړي دوه بریدونه د دفاع وزارت ته څیرمه وشول او دریم برید په شهر نو کې د پاملرنې موسسې مخې ته وشو او بیا له یاغیانو سره ۱۱ ساعته نښتې دوام وموند چې د درو برید کوونکو په وژلو ختم شو.
د دوشنبې په ورځ په پلازمېنه کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت ته څیرمه پر له پسې دوه بریدونه وشول، چې ملکي او امنیتي کسانو ته یې مرگ ژوبله واړوله.
د دفاع وزارت ته څیرمه له لومړۍ چاودنې وروسته چې خلک د قربانیانو مرستې ته ورغلل نو د رپوټونو له مخې یوه ځانمرگي برید کوونکي د خلکو په گڼه گوڼه کې ځان والوزاوه.
په دغو دواړو بریدونو کې د افغانستان د روغتیا وزارت په وینا د وژل شوو کسانو شمیر ۳۵ تنه لوړ شوی دی او نور شا او خوا ۱۰۳ تنه ټپیان دي.
د دوو پر له پسې ځانمرگي بریدونو وروسته امنیتي ځواکونو سیمه کلابند کړه او د نورو مشکوکو کسانو لټون یې پیل کړ.
د خبري آژانسونو د رپټونو له مخې په وژل شوو کسانو کې د افغان امنیتي ځواکونو د یوه جنرال په شمول نور څلور افسران هم شامل دي.
په کابل کې د دوشنبې د ورځې د ځانمرگي بریدونو پړه وسله والو طالبانو ومنله.
د دوشنبې په شپه د سیمې په وخت د شپې پر یوولسو بجو د کابل په شهر نو سیمه کې د خبري آژانسونه د رپوټونو له مخې د پاملرنې، خیریه موسسې مخې ته لومړی موټر بم چاودنه رامنځ ته شوه او تر هغې وروسته درې برید کوونکو په دغه ودانۍ کې ځان پټ کړ.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، د سه شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې له برید کوونکو سره تر یوولس ساعته جگړې وروسته درې سره برید گر وژل شوي او برید پای ته ورسید.
پر بهرنۍ موسسې باندې د یرغل په پایله کې د چارواکو په وینا یو تن وژل شوی او نور شپږ تنه ټپیانه شوي دي. د صدیق صدیقي په خبره د د لسو بهرنیانو په شمول ۴۲ تنه ژغور شوي دي. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه ریئس عبدالله عبدالله دغه بریدونه په کلکه غندلي دي.