1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکي اوس هم له طالبانو سره په اړیکه کې دي

۱۳۹۶ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

د اسوشیتد پرس خبري آژانس ویلي دي چې افغان چارواکي اوس هم له دوو چاینلونو له طالبانو سره په خبرو بوخت دي. دا په داسې حال کې ده چې د کابل تر خونړیو بریدونو وروسته د امریکا ولسمشر له طالبانو سره خبرې اترې رد کړې وې.

https://p.dw.com/p/2saRy
Afghanistan Taliban
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې له طالبانو سره د خبرو اترو د پټو چاینلونو پرانیستي ساتل ښيي چې افغان حکومت او لوی متحد یې، امریکا متحده ایالات، اوس هم په دې لټه کې دي چې د افغانستان اوږده ۱۷ کلنه جګړه پای ته ورسوي. دا په داسې حال کې ده چې طالبان ورځ تر بلې لا ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي او په افغان حکومت کې دننه درزونه هم د ورځې په تیریدو سره پراخیږي.

امریکا متحده ایالاتو له اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د طالبانو او نورو یاغي ډلو پر ضد خپل هوايي عملیات پراخ کړي دي. امریکایي ولسمشر دونالد ترمپ، د کابل تر خونړیو بریدونو وروسته ویلي وو: «موږ نه غواړو چې له طالبانو سره خبرې وکړو [...] یو وخت به د دې کار [خبرو اترو] وخت راورسیږي، خو لا ورته ډیر وخت پاتې دی.»

خو پر دې سربیره هم سرچینې وايي چې د افغانستان ملي امنیت ادارې مشر معصوم ستانکزی، او د دې هیواد د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، دواړه په جلا ډول له طالبانو سره خبرو ته دوام ورکوي. خو ستونزه دا ده چې دغه دوه چارواکي بیا یو له بل او د سولې له عالي شورا سره په دې اړه خبرې نه کوي. دغه معلومات د سولې دغو پټو خبرو اترو ته نزدې کسانو د نوم د نه بربنډولو په شرط کړې دي.

Mohammad Mahsoom Stanekzai HPC Afghanistan
د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزیانځور: picture-alliance/dpa

د سولې د عالي شورا غړي حکیم مجاهد، تایید کړې ده چې معصوم ستانکزی اوس هم د طالبانو له یوه استازې ملا عباس ستانکزي سره منظمه اړیکه لري. دغه دواړه کسان که څه هم یو تخلص لري، خو د یو بل خپلوان نه دي.

حکیم مجاهد، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ملګرو ملتونو کې د دې ډلې استازی وو، ویلي دي چې طالبان به د ترمپ څرګندونې ښې و نه ګڼي. هغه ویلي دي: «د زور او ګواښ ژبه افغانستان تسلیمیدو ته نه قانع کوي.»

د امریکا د سولې په انستیتیوت کې د اسیا د پروګرام مرستیال اندریو ویلدر، ویلي دي چې کابل کې څو کسان له طالبانو سره اړیکه لري. هغه زیاته کړې ده: «خو دا په یوه همغږي شوي شکل نه ترسره کیږي چې په مرسته یې واضح تعریف شوي اهداف ترلاسه شي.»

د روانې میاشتې په پای کې به د بیلابیلو هیوادونو استازي په کابل کې د په اصطلاح کابل پروسې په ترڅ کې سره وویني، چې هدف یې د سولې له پاره لارې چارې موندل دي. د دې بهیر لومړۍ غونډه د تیر کال په جون میاشت کې ترسره شوې وه.

خو په هر حال، په کابل کې وروستیو خونړیو بریدونو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، له پاره کم امکانات پریښي دي. هغه له یوې خوا د بریدونو له کبله د عامو افغانانو له غوسې سره مخامخ دی، او له بلې خوا په خپل حکومت کې هم له ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د ولسمشر غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، او د بلخ ولات والي عطا محمد نور، هغه دوه چارواکي دي چې ولسمشر ورسره ښې اړیکې نه لري. دوستم له میاشتو راهیسې په ترکیه کې دی او نور که څه هم د ولسمشر له خوا له دندې ګوښه شوي، خو بیا هم خپل کار ته دوام ورکوي.

له بلې خوا د طالبانو د ډلې پخوانی لوړپوړی چارواکی اغا جان معتصم، چې اوس هم د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخندزاده، له خپلو دوستانو څخه ګڼي، ګواښ کوي چې د امریکا د زور د کارونې نوي ستراتیژي به د ځانمرګو بریدونو په ډیریدو وانجامیږي.

معتصم په کابل کې له خپل کور څخه د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې غواړي د حکومت او طالبانو تر منځ د یوه پله په توګه نقش ولوبوي. معتصم تر ۲۰۱۰ کال پورې د طالبانو د شورا لوړپوړی چارواکی وو خو په دې کال کې تر هغه وروسته ۱۲ وارې په ډزو وویشتل شو چې له افغان حکومت سره یې د سولې د خبرو اترو له پاره تبلیغ وکړ. پر هغه باندې د ډزو پړه د طالبانو پر هغې شاخې باندې اچول کیږي چې د سولې د بهیر مخالف دي. په عین حال کې د ډزو د ترسره کولو له پاره ګوته د پاکستان استخباراتي سازمان ته هم نیول کیږي چې ورباندې له طالبانو څخه د ملاتړ تورونه دي.

معتصم اوس په یوه زغروال موټر کې سفر کوي او آن ملګري یې باید له هغه سره د لیدو له پاره تر تلاشۍ تیر شي. هغه ډیر وخت په کابل او ترکیې کې وي. په کابل کې هغه له افغان حکومت سره په اړیکه کې وي او په ترکیې کې له خپلو پخوانیو طالب ملګرو سره.

په ۲۰۱۰ کال کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د معتصم ویشتل، د افغانستان د سولې د بهیر مغلق والي په ډاګه کوي. پر پاکستان باندې ډیر وخت د کابل او واشنګټن له خوا له طالبانو څخه د ملاتړ تورونه لګول کیږي چې په دې هیواد کې د هندوستان د مخ په ډیریدونکي نفوذ مخه ونیسي. پاکستان دغه تورونه ردوي خو ډیر وخت د طالبانو هغه غړي چې د اسلام آباد له ښکیلولو پرته له افغان حکومت سره په خبرو اترو کې ښکیلیږي، یا په پاکستان کې نیول کیږي او یا هم په نورو ځاینونو کې ژوند کولو ته اړیږي.

Afghanistan Hanif Atmar
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمرانځور: picture alliance/AP Photo/R. Gul

پاکستان بیا له افغانستان څخه شکایت کوي چې خپله خاوره د اسلام آباد ضد ډلو په اختیار کې پریږدي. اسلام آباد دا تور هم لګوي چې افغانستان د هندوستان له خوا استعمالیږي چې د پاکستان سرحدي سیمې ناامنه کړي.

په هر حال، په وروستیو وختونو کې پر پاکستان باندې د امریکا متحده ایالاتو فشارونه هم ډیر شوي دي. واشنګټن اسلام آباد ته خپلې پوځې مرستې ځنډولي او ټینګار یې کړی تر هغه وخته پورې چې د یاغي ډلو پر ضد د پاکستان عملي اقدامات و نه ویني، دغه مرستې به پاکستان ته ور نه کړي.

په زړه پورې خبره خو دا ده، چې پر دې هر سربیره طالبانو په وروستیو وختونو کې د تر بل هر وخت د افغانستان ډیره خاوره تر خپل کنترول لاندې راوستې ده. د افغانستان د بیا رغاونې د څار امریکایي سازمان یا سیګار، وایي چې طالبان د افغانستان په نیمه برخه خاوره یا بشپړ کنترول او یا هم په کې پراخ نفوذ لري. ځینې نور اټکلونه خو بیا ښيي چې طالبان د افغانستان پر ۷۰ سلنه خاوره یا کنترول او یا هم پراخ نفوذ لري.

امریکا متحده ایالاتو خو آن خپلې ادارې سیګار، ته اجازه نه ده ورکړي چې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خپل رپوټ خپور کړي. امریکا همداراز د افغان امنیتي ځواکونو د وړتیاو او کړو وړو په اړه معلومات هم سري، درجه بندي کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې سیګار په خپل مخکني رپوټ کې ویلي وو چې په افغانستان کې د ۱۲۰ میلیاردو مصرف شویو ډالرو له ډلې څخه ۷۲ میلیارده یې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې لګیدلې دي.