1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل جگړه د ۳۱ تنو په مرگ ژوبلي پای ته ورسېده

۱۳۹۰ شهریور ۲۳, چهارشنبه

په کابل کي د سې شنبې ورځي له دوو بجو راهيسي پيل سوې جګړه د بريد کونکو تر شل ساعته مقاومت وروسته پای ته ورسيده. د کورنيو چارو وزارت په وينا په بريد کي د څلورو پوليس سرتيرو په ګډون اته تنه وژل سوي او ۱۷ تنه ټپيان سوي دي.

https://p.dw.com/p/12Yn4
انځور: dapd

ددې جگړې سره سم د کابل ښار په نورو سيمو لکه دهمزنگ څلورلاري کي د سرحدي پوليسو قومندانۍ ته څيرمه ځانمرگي برید، د دارلامان پر سړک چاودنه، د کابل هوايي ډگر ته پر غځېدلي سړک پوليسو ادعا کړې چي يو ځانمرگي يې تر بريد مخکي وشتلی دی.

 

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي، چي د کابل ښار وضعيت اوس بيرته عادي حالت ته راگرځېدلی او وضعه په کنترول کي ده.

 

هغه ويلي چي هغه وروستي دوه تنه وسله وال مقاومت کوونکي چي په ودانۍ کي ول هم وژل سوي او جگړه پای ته رسېدلې.

 

د صديق او ناټو ځواکونو د وياند په خبره په دې جگړه او چاودنو کي د افغان پوليسو په شمول ۱۴ تنه ملکي کسان وژل سوي. په وژل سوو کسانو کي درې ماشومان هم شامل دي.

 

ويندويانو دغه راز زياته کړې چي ۱۹ ملکي افغانان او ۶ تنه د ايساف سرتيري ټپيان سوي دي.

 

د کورنيو چارو وزارت امنيتي  مرستيال جنرال عبدالرحمان رحمان د پيښي په سيمه کي دويچه ويله ته وويل، چي بريد کوونکي شپږ تنه دي چي ټول وژل سوي او له هغوی څخه يو اندازه وسله او چاوديدونکي بمونه همر تر لاسه سوي دي.

Afghanistan Kabul Taliban greifen Regierungsviertel an
انځور: dapd

 

د جنرال رحمان په خبره، بريد کونکو په يو شمير پوځي تاسيساتو بريدونه کړي خو د ناټو ځواکونو هوايي ملاتړ د افغان ځواکونو مقاومت غښتلی کړ، او وروستي بريد کونکي د چهارشنبي په سهار له پښو وغورځول سو.

 

دغه پيښه په خپل ډول کي بي ساري ده، ځکه چي د لومړي ځل لپاره په پلازمينه کابل کي د بريد کونکو پر ضد له چورلکو کار اخيستل کيږي.

 

د سيمي يو شمير عيني شاهدانو دويچه ويله ته وويل، چي بريد کونو د زنانه چادريو څخه په کار اخيستني ځان د دغي ودانۍ لاندي رسولی و هغه وينا چي وروسته جنرال رحمان هم ومنله.

 

نوموړي وويل چي له هغه موټر څخه چي بريد کونکو سيمي ته پکښي ځانونه رسولي اوس د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلی په ريښتيا هم يو شمير زنانه چادرۍ موندل سوي دي.

 

د شفيع الله په نا مه يوه تن عيني شاهد چي د بريدونو له پای ته رسيدو وروسته د جګړي د پاتي شونو ننداري ته راغلي وو دويچه ويله ته وويل، چي کرۍ شپه يي خوب ندی کړی، ځکه د ده کور د پيښي په لنډ واټن کي موقيعت لري.

 

هغه وويل د نا ټو چورلکو له ماخوستنه تر سهاره زموږ د کورونو تر څنګ پر دغه ودانۍ  بريدونه کول.

 

هغه امنيتي ځواکونه ګرم وبلل، چي ولي  يي له مسمومونکي او يا هم اوښکي بهونکي ګاز څخه د بريد کونکو پر ضد کار  نه اخيست چي له درنو توپونو او چورلکو څخه يي  کار واخيست.

 

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي د پيښي وروسته وويل چي امنيتي ځواکونو په ډيره مسلکي توګه د بريد کونکو پر ضد عمليات وکړل.

Afghanistan Kabul Anschlag Taliban NATO UN Botschaften Botschaftsviertel
انځور: picture-alliance/dpa

 

هغه وويل چي له دوی سره هر ډول امکانات موجود ول، خو د جګړې د لومړۍ کرښي قوماندانانو دا مشوره نه ورکوله چي د بريد کونکو پر ضد له مسمومونکو ګازونو څخه کار واخيستل سي.

 

د چهارشنبي د ورځي پر لس بجو په سيمه کي د خلکو تګ را تګ عادي بڼه غوره کړي وه او ډلي  ډلي خلک هغي ودانۍ ته راتلل کومه چي پکښي شاوخواه شل ساعته د حکومت پلوه ځواکونو او بريد کونکو تر منځ نښتي سوي وي.

 

امريکا او د ناټو مشر انرس فو راسموسين هم دغه بريدونه غندلي دي.

 

د ناټو مشر ويلي وسله وال هڅه کوي چي په دي توګه له بهرنيو ځواکونو نه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليت سپارلو بهير ټکنی کړي.

 

افغان ولسمشر حامد کرزي هم دغه بريد غندلی دی. له ولسمشريزي ماڼۍ په کابل کي دويچه ويله ته په لېږل سوې وينا پاڼه کي راغلي چي د افغانستان د خلکو او ثبات دښمنان به په خپلو دغسي بريدونو هيڅ کله هم خپلو ناوړه موخو ته و نه رسيږي.

 

نجيب الله زيارمل/ ميرويس جلالزی

 کتونکی: احمد ولي اڅکزی