1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل دپاره د روسۍ څرخي الوتکو خريدارۍ ته امريکا ځيګر ټکولی

۱۳۹۰ فروردین ۱۷, چهارشنبه

روسيې او امريکا موافقه وکړه چي د افغان امنيتي ځواک د تجهيز دپاره ۲۱ باله روسۍ څرخي لوتکي چي د ډير وخت را پدېخوا ورباندي خبري رواني وې خريداري کړي.

https://p.dw.com/p/RFlU
« موږ په تمه يو چي الوتکي به د روان کال په وروستيو کي زموږ په اختيار کي راکړل سي.»
« موږ په تمه يو چي الوتکي به د روان کال په وروستيو کي زموږ په اختيار کي راکړل سي.»انځور: AP

مخکي تر دې د کابل ددې اړتيالپاره ناټو ځيگر ټکولی و خو چي هر څه يې وکړه د هغه د پاره يې پيسې پيدا نه کړې. ناټو ډير کوښښ وکړی چي په روسيې دا ومني چي د پيسو يوه برخه يې په غاړه واخلي خو مسکو و نه منل.

د روسيې د کميرسانت ورځپاڼه ، د افغانستان او پاکستان دپاره د آلمان د ځانگړي استازي ميشايل شتاينر په حواله ليکي چي اوس ددې څرخي الوتکو د خريدارۍ دپاره د امريکا متحده ايالاتو هوکړه کړې او ډير ژر به دا کار تر سره سي.

د هغه په خبره مسکو او ناټو اوس پردې باندي په خبرو کي دي چي ددې الوتکو د تخنيکي ملاتړ دپاره داسي پيسې برابري کړي چي د اړتيا په وخت کي کار ځني واخلي. هغه وايي چي دې برخي ته تر اوسه يوازي برلين ۳ مليونه ډالره ځانگړي کړي دي.

د افغانستان د هوايي ځواک قوماندان جنرال عبدالوهاب وردگ هم دا خبره تاييد کړې چي د څرخي الوتکو د خريدارۍ خبره وروستۍ مرحلې ته رسېدلې او ډير ژر به د افغان هوايي ځواک په اختيار کي ور کړل سي.

« موږ په تمه يو چي الوتکي به د روان کال په وروستيو کي زموږ په اختيار کي راکړل سي.»

جنرال وردگ د کميرسانت ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي چي دې څرخي الوتکو ته موږ ډيره اړتيالرو. « Ми17 ډوله څرخي الوتکو سره زموږ پيلوټان بلد دي او دا زموږ دپاره تر بل هرډول څرخي الوتکو ښه دي.

وردگ ويلي چي «ددې الوتکو سره موږ د ۱۹۸۰ کلونو راهيسي پروازونه کړې. « ما په خپله د وخت په شوروي اتحاد کي د پيلوټۍ زده کړي کړي.»

د جنرال په خبره د يوې څرخي الوتکي بيه ۱۷،۵ مليونه ډالره ده چي، پدې سره نو مسکو د امريکا د متحده ايالاتو څخه ۳۶۷،۵ مليونه ډالره په لاس راوړي.

خو کميرسانت ورځپانه د روسيې د دفاع وزارت ديوه لوړ پوړي چارواکي له قوله لیکي چي، په دغه مبلغ کي د ترمين، اضافي پرزو او د پيلوټانو د زده کړي پيسې هم شاملي دي.

د روسيې دفاع وزارت ته نژدې کس ورځپاني ته ويلي چي قرارداد تراوسه نه دی لاسليک سوی. خو مسکو تمه لري چي موافقه به ډير ژر د کاغذ پر مخ لاسلیک سي. د هغه په خبره موافقه په لوړه کچه هوکړي ته تياره ده.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل