1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل د برید د قربانیو کورنۍ به څه وضعیت کې دي؟

رضا شیر محمدي۱۳۹۵ اردیبهشت ۲, پنجشنبه

د کابل برید ډیرې کورنۍ د ویر په ټغر کینولې. ۶۴ تنه یې ووژل او ۳۴۷ یې بیا ټپیان کړل. ډیر خلک د برید له کبله پر حکومت نیوکه کوي، خو د یوه قرباني شوي کس کورنۍ وایي چې هیواد یې ښایي نورو قربانیو ته اړتیا ولري.

https://p.dw.com/p/1IZcn
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

حشمت الله قبادیان تازه ۳۰ کلن شوی وو او د واده یې درې کاله تیر شوي وو. سهار وختي د روزنې دورې ترسره کولو ته ولاړ، خو پر دې نه پوهیده چې ښایي نوره خپله لور حاسنات، و نه ویني. میرمن یې هم پر دې نه پوهیده چې میړه به یې بیا کور ته ستون نه شي.

دا خبره اوس د ډیرو افغانانو له پاره عادي شوې ده، چې له کوره وځي نو پر دې ډاډه نه وي چې کور ته به ښايي روغ رمټ ستون شي او که نه. د حشمت الله ورور نجیب الله چې کله د چاودنې غږ واورید نو په دې فکر کې شو چې بیا به «څومره کورنۍ غمجنې شوې وي او څومره میندې او پلرونه به د ویر په ټغر ناست وي». خو تر چاودنې لا ډیر وخت نه وو تیر شوی چې د شپږو ورونو څخه یې یوه ورته د خپل کشري ورور د مرگ خبر ورکړ.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د وروستیو ارقامو له مخې د کابل وروستي برید ۶۴ کسان وژلي او نور ۳۴۷ کسان یې ټپیان کړي دي. دغه برید په تیر لمریز کال کې د شاه شهید په سیمه کې تر رامنځ ته شوي برید وروسته تر ټولو خونړی وو. ویل کیږي چې د دغه برید چې مسوولیت یې طالبانو پر غاړه اخیستی زیاتره قربانیان ملکي وگړي ول. خو حشمت تازه غوښتل چې د نظام برخه وگرځي او «د جگپوړو چارواکو د ساتنې» په څانګه کې یې د روزنې دوره پېل کړې وه. نجیب الله وایي چې حشمت په روسیه کې د معلوماتي ټیکنالوژي انجینرۍ برخه کې زده کړې وې او وطن ته راگرځیدلی وو چې په ملکي برخه کې خدمت وکړي.

خو لا ډیر وخت نه وو تیر چې حشمت د هیواد امنیتي او سیاسي وضعیت په پام کې نیولو سره تصمیم ونیو چې د نظام برخه وگرځي او د هیواد د ساتنې له پاره د یاغیانو پر وړاندې هڅې وکړي. د هغه د ورور په وینا د افغانستان د اجرائیه ریاست په امنیتي برخه کې یې دنده واخیسته او د زده کړه دوره یې د ملي امنیت په لسم ریاست کې تر سره کوله: «هغه ورځ چې چاودنه وشوه او هغه شهید شو، وروستۍ آزموینه یې وه او په پام کې وه چې یوه ورځ وروسته د فراغت سند تر لاسه کړي.»

اوس د حشمت کورنۍ په ماتم کې ده. د حشمت مور او پلار د خپل اولاد لومړی غم ولید، خو نور شپږ زامن هم لري. نجیب الله پر حکومت انتقاد کوي او د حکومت مشران د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې په نیمگړتیاوو تورنوي: «زیاتره قربانیان ملکي کسان دي. د افغانستان دولت ډیر کمزوری او ناتوانه دی. رهبران د قدرت پر سر په سیالۍ بوخت دي او اصلا هیڅ د عادي خلکو په غم کې نه دي.»

نه غواړو مهاجر شو

خو له دغو نیوکو سره سره ولې نجیب الله او د هغه کورنۍ د دې مخه و نه نیوله چې حشمت له ملي امنیت ادارې سره یو ځای شي؟ د دې پوښتنې په ځوابه کې نجیب الله وایي چې افغانستان یې هیواد دی او نه غواړي چې د نورو زرگونو افغانانو په څیر «په بهرنیو هیوادونو کې کډوال شي».

هغه زیاتوي: «موږ په افغانستان کې ژوند کوو او یوه دولتي جوړښت، حکومت او نظام ته اړتیا لرو. موږ باید ستړې نه شو او بیا هم شهیدان ورکړو. موږ نه شو کولای وحشي طالب وگرځو. که دولت له دغو ټولو نیمگړتیاوو سره پریږدو نو سقوط کوي. نو مجبوره یو چې کار وکړو او پر مخ ولاړ شو.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب