1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل د دوشنبې د ورځي د وروستيوپيښو پس منظر

۱۳۸۸ بهمن ۱, پنجشنبه

د پيښي په هکله د افغانستان د پوځي چارو له کار پوه اسدالله ولولجي سره مرکه

https://p.dw.com/p/LdGj
انځور: AP

ډويچه ويله :

د دوشنبي په ورځ د کابل ښار هغه برخه چيري چي د جمهور رييس حامد کرزي د حکومت د تأسيساتو مرکز او په لوړه سويه د امنيتي تدابيرو څخه برخه من ځای ګڼل کيږي ،د ترهګرانو د حملو هدف وګرځيد، دا د افغانستان عمومي امنيت ته څه ډول يو پيغام دځان سره لري؟

ولولجي :

دا يو سبموليک عمل ؤ. طالبانو قصدا دغه ځای چي له جغرافيايي لحاظه اهميت لري، هدف نيول ؤ، د محتوی او ماهيت له لحاظه هم ، دا ځکه چي د لندن کنفرانس په مخکي دی، د هغوی له نظره دا يو ارزښت لرونکی عمل ؤ .

ډويچه ويله :

د دوشنبې د ورځي حملې له تاکتيکي لحاظه پوره سازمان شوي وې، که څه هم طالبانو، لکه چي تاسو ورته اشاره وکړه، د هغو د پلان کولو ادعا کړي ده، فکر کوی چي هغوی په يوازي ډول دا کار کولای شي او که نوری حلقې د افغانستان په دننه يا دباندي کي د هغو تر شا ولاړي دي؟

ولولجي :

په دي کي شک نسته چي په دغه ډول حملو کي نور لاسونه هم شته، د افغانستان په دننه او دباندي کي . دا يواځي دطالبانو کار نه دی . طالبان په يواځيتوب سره دا کار کولای نسي، هغه هم دومره حساس او سنجيده عمل چي دوی ته ارزښت لري او هغه هم په دې زماني مقطع کي .

ډويچه ويله :

نو! ستاسو په نظر دغه حلقي به څوک وي چي د افغانستان امنيت نه غواړي او په افغانستان کي د ګډوډيو د دوام پلوي کوي؟

ولولجي :

دا البته يوه استخباراتي موضوع ده . په پښاور يا په کوټه کي شورا شته چي له ISI سره اړيکي لري. کيداي شي هغو دغه پلان ورکړي وي. او يا دا چي د افغانستان په دننه کي ، د پوليسو په صفونو کي، د استخباراتو په صفونو کي کيداي شي داسي مراجع وي چي له هغوي سره يي همکاري کړي وي.

ډويچه ويله :

تاسو وويل چي کيداي شي چي ځینو کسانو د افغانستان په امينتی ارګانونو کي نفوذ کړي وي چي له داسو حملو سره مرسته کوي، ستاسو په نظر د افغانستان د امنیتی ارګانونو ضعف او کمزورتيا په څه کي ده؟

ولولجي :

دا چي د افغانستان په امنیتي ارګانونو کي د طالبانو لاس شته که نه شته، البته دا يوه احتمالي خبره ده، خو د افغانستان د امينتي قواوو ضعف دا ده : کله چي يوه ترهګر عمل سرته رسيږي، يا انتحاري حملي کيږي، د امينتي قواوو احضارات تر مياشتي پوري ډير تينګ وي، مياشت لا پوره نه وي چي په احضاراتو او تدابيرو کي کمزورتيا را پيدا شي، هسي پاملرنه نه ورته کيږي، لکه چي د پيښي په لومړی سر کی ورته کيږي، البته دا يو علت دی. بل علت دا دی چي دافغانستان کشفي او استخباراتي قواووي ډيري ضعیفي دي. لازمه خو دا ده چي هغوي د تروريستي عملياتو د مخ نيوي امکانات پياوړي کړي، هغه دا چي هغوي بايد په ترهګرو ډلو کي ځيني عناصر ورداخل کړي، چي د تروريستي عملياتو جريان له نژدي وڅاري، د هغوي د پلانونو په هکله مخکي له دي چي د عمل په ډګر کي يی پلي کړي، مسوولو کشفي مراجعو ته، د «ناتو او امريکايي» منابعو ته خبر ورکړي تر څو د هغو مخه ونيوله شي.

ډويچه ويله :

د دغه ضعف په پام کي نيوني سره، ستاسو په ڼظر ايا ايجاب نه کوي چي د افغانستان په ملي پوليسو او ملي امنيت کي ژور بدلون رامنح ته کړاي شي.

ولولجي :

که چيري دا بدلون رامنح ته شي يا نه شي، مهمه دا ده چي هغوي بايد هڅي وکړي چي د استخباراتي کارونو ظرفيت لوړ کړي، هغوي بايد د امريکا، ناتو او حتي ISI سره خپلي همکاري پراخي کړي. د هغوترمنځ له تشريک مساعي څخه د افغانستان امنیتي ارګانونه که پوځ دی، که پوليس او که ملي امنيت، استفاده وکړي. که دا کار وشي، نو هرمرو د ترهګرو د عملياتو په مخ نيوي کي مرسته کولاي شي. که داسي ونه شي، بيا حتي که په کدري جوړښت کي بدلون هم رامنح ته شي کومه ګټه نه کوي. البته د امنيتي ارګانونو اصلاح يو ضروري امر دي، که چيري هغوي کاري ظرفيت نه لري، بيا نو د هغو په جوړښت او رهبري کي بدلون رامنخ ته شي.

ډويچه ويله :

البته دا لومړي ځل نه دي چي په کابل کي د ترهګرو له خوا په داسي حيرانونکي توګه حمله کيږي، په 2008 کال په يو عسکر رسم ګذشت کي، د 2009 کال د جمهوري رياست له ټاکنو څخه څو مياشتي مخکي په څو وزارتونو باندي داسي حملي وشوي، د افغانستان امنيتی ارګانونه ، په خاصه توګه د کورنيو چارو وزارت او د امنيت رياست د داسي حملو څخه وروسته تل د خپلو ځواکونو د قوت خبري کوي او ادعا کوي چي دوي توانيدلي د ترهګرو پلانونه شنده کړي، خو د دوشنبي د ورځي پيښو وښودله چي امنيتي ارګانونه پاتي راغلي دي، د حل لاره څه ده؟

ولولجي :

د حل لاره دا ده چي د افغانستان امنیتي او استخباراتي مراجع چي د تروريستي عملونو د کشف لپاره مؤظف شوي دي، هغوي سم وروزل شي. که بياهم هغوي ونه توانيږي، نو د دولت رهبري د عمل ابتکار په خپل لاس کي ونيسي او نوي کدرونه دغي دندي ته وګماري.

ډويچه ويله :

دغسي غوښتني د تاسو کارپوهانو له خوا تل شوي او حکومتي چارواکي هم په خپل وار سره وعدي کوي چي دا به کوي يا به دا کوي، خو کله چي مونږ له خپلو اوريدونکو اورو، هغوي له امنيتی وضعي سر ټکوي او وايي مونږ له حکومت څخه ډوډي نه غواړو، کالي نه غواړو کومه سر پناه نه غواړو، يواځي امنيت غواړو. خو څرنګه چي ښکاری د افغانستان حکومت او د نړي 42 هيوادونه په دي اتو کلونو کي نه دي توانيدلي چي د ولسي وګړو دغه غوښتنه حتي په يوي ډيري لږي کچي سره هم پوره کړي، وجه يي څه ده؟

ولولجي :

وجه يي دا ده چي د افغانستان دولت خلکو ته د رفاء او سوکالي په تأمين کي پاتي راغلي، هغه نه دي توانيدلي چي خلکو ته د کار زمينه برابر کړي، د فقر او بي وزلي مخه ونيسي. د اداري فساد او اختلاس مخه ونيسي. دولت په دغو ساحو کي هيڅ برياليتوب نه لري. امريکايي او د ناتو قواووي چي دلته موجودي دي، هغوي هم نه دي توانيدلي چي د امنيت په خوندي ساتنه کي سم عمل وکړي. هغوي د امنيت د خوندي ساتني لپاره تر اوسه پوري سمه ستراتيژي نه لري. د دغو ستونزو د حل لپاره په استخباراتي ماموريتونو کي تشريک مساعي په کار ده، خصوصا د سيمي او منطقي په سطح، د امريکا او ISI تر منځ. خو داسی ښکاری چی دغسی همکاري ، څرنګه چي لازمه ده نسته .

ډويچه ويله :

د افغانستان حکومت د جوړيدو په حال کي دی، فکر کوي چي د کرزي نوي حکومت او همدا راز نړيواله ټولنه به وتوانيږي چي په راتلونکي هجري شمسي کال کي د افغانستان په امنیت کي څه ښه والي رامنځ ته کړي؟

ولولجي :

تر هغه پوري چي د افغانستان دولت سره د ناتو امريکا متحده ايالاتوله خوا رښتيني همکاري جلب نه شي، افغانستان د دي توان نه لري چي په يواځيتوب سره د امنيت په خوندي ساتنه کي کوم مهم کار وکړي، د افغانستان دولت په اوسني وخت کي له مالي او نظامي لحاظه اړ دی. البته نړيواله ټولنه هم د خپل مامورت د برياليتوب لپاره د افغانستان دولت ته اړه ده، نو دغه متقابله اړتيا د هغوی ترمنځ د يوي رښتيني او صادقانه همکاري غوښتنه کوي، تر هغه ،پوری دا کار ونه شي، ګمان نه کيږي چي ډير مهم بدلون دي رامنځ ته شي .

ولولجي / حکيم باري

کتونکی : محمد قاسم نوري