1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل د يو شمېر روغتونونو حالت ډير خراب دی

۱۳۹۰ شهریور ۲۹, سه‌شنبه

په کابل کي د ماشومانونو په روغتونونو کي د ناروغانو پايوازان وايي، چي په روغتونونو کي حتي داسي پيښيږي چي ماشومان د دارو له کبله نه، بلکي په روغتون کي د اسانتياو د نه شتون له کبله خپل ژوند دلاسه ورکړی.

https://p.dw.com/p/12ck0
نا روغ ماشوم
نا روغ ماشومانځور: AP

په کابل کي د اندراګاندي د روغتون يوې نرسي مرجانه دويچه ويله ته وويل:

« زموږ په روغتون کي په اونۍ کي څلور يا شپږ ماشومان مري، چى د تيرو څو مياشتو په پرتله د مړيني کچه کابو درې برابره لوړه سوې ده.»

هغې وويل، عمده دليل يې دادى، چى ناروغان پر وخت او زمان روغتون ته نه رسول کيږي، خو د درملو او ويني نه موجوديت يې هم له لاملو څخه دی، چي دا دواړه د يو ځای کيدو په صورت کي ناروغان د مرګ کومي ته غورځوي.

د اندراګاندي روغتون لا هم په افغانستان کي د ماشومانو لپاره تر ټولو مجهز روغتون بلل کيږي او خلکو ورباندي د پخواني اعتبار له مخه تر اوسه هم اعتبار کړی دی.

په روغتون کي د ډيوې په نامه د يوې ماشومي مور دويچه ويله ته وويل: « شپږ ورځي کيږي، چي د خپل ماشوم سره دلته يم، او موږ ته هيڅ درمل نه دي راکړل سوي، بايد د بازار څخه يې واخلم، د درملو د اخيستلو توان موهم نسته او په کيفيت يي هم ډاډمن نه يو.

دا يوازي د اندارگاندي روغتون نه دی، چي حالت يې ډير خراب دی، بلکي نور هم داسي روغتونونه سته چي د حالت څخه يې سړی خبر واخلي.

د کابل پوهنتون ته مخامخ  د اتا ترک د روغتون څانګى ډير بد بوى ورکوي او په هر يوه بستر کي دوه ناروغان اچول سوي دي، دلته حفظ الصحه په پام کي نه نيول کيږي او له ناروغو ماشومانو او د هغوی له پايوازانو سره هم سم سلوک نه کيږي.

له څرخي پله سيمي څخه د يوه ناروغ مور لطيفي دويچه ويله ته وويل چي ډوډۍ منظمه نه ده، آن د هغو ناروغانو له پاره چي په خوارځواکۍ اخته دي.

« زما د ماشوم حالت ډيرجدي دى، هغه په دا تيرو دريو ورځو کي هيڅ نه دي خوړلي آن شيدې يې هم نه دي څکلي. ډاکتران د ورځي يو ځل د ليدو له پاره راځي. هرځل چى زه د دوى خوني ته ځم له ما سره ډير شديد چلند کوي او له هغه ځای څخه مي باسي.»

دا چى ډاکترانو ته د حکومت له خوا سمه تنخواه نه ورکول کيږي، ډيری يې د څو ګړيو له پاره په غير رسمي ډول کارکوي، او ماسپښين خپلو کلينيکونو ته ځي، چى پيسې پيدا کړي.

د روغتون ډيرى څانګى په بد حالت کى دي.

د اندراګاندي په روغتون کى ډاکتر محمد جاويد وايي: که څه هم پر يوه بستر له يوه څخه د زياتو ناروغانو اچول غيرقانوني دي خو دوى په ځينو حالاتو کي بله لار نه لري.

هغه وايي په دوبي کي زموږ د ناروغانو شمير د نس ناستي له امله ډير وي، موږ د معلوماتو په ساحه او په دهليزونو کي اضافي بسترې ايښي تر څو د ډيرو زياتو ناروغانو درملنه مو کړې وي.

کله چي د کابل په ښار کي چي د افغانستان پلازمينه ده د روغتونونو حالت ته کتل کيږي نو داسي ليدل کيږي چي دلته خو د التراسونډ او اکسري ماشينونه څه چي، حتي اپتدايي وسايلو لکه بياتي ( قيچي) او سيرومانو ته هم اړتيا ده.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل