1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل د پوليسو له اکاډمۍ ۲۰۰۰ تنه فارغ سول

۱۳۸۹ بهمن ۳, یکشنبه

دا دويم ځل دی چي په تيرو کابو دوو کلونو کي د افغانستان د پوليسو له اکاډيمۍ څخه ځوان افسران فارغيږي.

https://p.dw.com/p/Qucb
دغه هلي ځلي هغه محال ګړندۍ سوې جي بهرنيو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو محال ويش روښانه کړ.
دغه هلي ځلي هغه محال ګړندۍ سوې جي بهرنيو ځواکونو له افغانستان څخه د وتلو محال ويش روښانه کړ.انځور: AP

د افغانستان د کورنيوچارو وزير بسم الله محمدي وايي چي د پوليسو د روزني لپاره چي د دې وزارت له کاري لومړيتوبونو څخه دي، جدي هڅي رواني دي او په دې برخه کي د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته سوي دي.

محمدي چي دغو افسرانو ته يي د بري ليکونو د ويش په مناسبت په جوړه سوي غوندډه کي خبري کولې وويل، د حکومت پلان يې دادی چي د خپلو ځواکونو کميت او کيفيت تر بل هر وخت زيات لوړ کړی تر څو د ملک امنيتي ننګونو ته له بهرنيو سرتيرو پرته اوږه ورکړای سي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزير وايي د بهرنيو ځواکونو وتل به د دې لامل سي چي افغان امنيتي ځواکونه پر خپلو پښو ودريږي.

محمدي وايي، د امنيتي ځواکونو د سمبالښت او د هغوی د وړتياوو د لوړولو لپاره د افغان دولت او نړيوالي ټولني هڅي رواني دي او له ناټو څخه يي غوښتنه همدا وه چي کورني ځواکونه يي ور سمبال کړي.

« له نا ټو مو هيله دا وه چي موږ په خپله سمبال کړي، تر څو په خپله پر پښو ودريږو، چي همداسي هم وسول،موږ دا هيله لرو چي تر راتلونکو څلورو کلونو پوري به د افغانستان امنيتي ځواکونه په يوازي سر امنيتي چاري په خپله غاړه واخلي».

د پوليس ځواک د اصولو مطابق بايد هر افسر درې کاله پوځي زدکړي وکړي خو د محمدي په وينا دا چي د پوليس سرتيرو شميره لږه دی نو په شپږو مياشتو کي هر افسر ته اړينه روزنه ورکول کيږي.

افغان پوليس د روزني پر مهال
افغان پوليس د روزني پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

محمدي وويل، افغان دولت د نړيوالي ټولني په مرسته د پوليسو د وړتيا د لوړولو او تجهير په برخه کي سختي هلي ځلي کوي.

دغه هلي ځلي هغه محال ډيري ګړندۍ سوي چي بهرنيو ځواکونو له افغانستان څخه د خپل تدريج خروج محال ويش روښآنه کړ.

ټاکل سوې چي بهرني سرتيري د روان کال له جولاۍ مياشتي څخه د خروج ستراتيژۍ پلي کړي.

د کورنيو چارو وزير وايي چي اوس يي د ملک په ټولو ولايتونو کي پوليسو ته روزنيز مرکزونه جوړه کړي او موخه يي دا ده چي دغه پروسه په ډيره چټکۍ پر مخ لاړه سي.

« موږ پر تعليم او تربيې ډير تمرکز کړی، د پوليسو پر کيفيت مو ډيره پاملرنه کړې، د افغانستان په ټولو ولايتونو کي رونيز مرکزونه موجوړ کړي دي، او زموږ لومړيتوبونه همدا دي».

د دغي اکاډيمۍ چارواکي وايي په تيرو اتو کولنو کي شاوخوا ۱۲ زره کسان، چي تر۵۰۰ ډيري يې ښځي دي، له دغي اکاډيمۍ څخه فارغ سوي.

دا مهال دافغان پوليسو شمير څه باندي يو لک شپاړس زره ده، او وړاندوينه کيږي چي د روان کال تر پايه به يو لک او ۳۴ زرو ته ورسيږي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل