1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل د کنفرانس احتمالي پرېکړه

۱۳۸۹ تیر ۲۷, یکشنبه

دکابل په نړيوال کنفرانس کي ښايي نړيوال ځواکونه دې موافقې ته ورسيږي چي په ټوليزه توګه د افغانستان امنيتي مسووليت تر 2014 کال پوري په بشپړه توګه افغان ځواکونو ته وسپارل سي.

https://p.dw.com/p/OOIv
د کابل ښار يوه څنډه
د کابل ښار يوه څنډهانځور: Pahjwok Afghan News

برتانوۍ ورځپاڼه انډپنډنټ په يوه رپوټ کي ليکي چي په هغه يو پريکړه ليک کي چي د سه شنبې د ورځي د کنفرانس څخه دمخه مسوده سوي او ښايي ورباندي هوکړه وسي، راغلي دي چي د نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امينتي مسووليتونو ليېږدول ښايي همدا سږ کال پيل سي.

برتانوۍ ورځپاڼه په خپل رپوټ کي د نوموړي موافقه سوي پريکړه ليک څخه نقل قول کوي:« نړيواله ټولنه د افغانستان د جمهور رييس ددې هدف څخه ملاتړ کوي، چي د افغانستان ملي امنيتي ځواکونه بايد 2014 کال تر پايه پوري په ټولو ولاياتو کي د امينتي عملياتو قومانده په خپله غاړه واخلي.»

په مسوده سوي پريکړه ليک کي دغه راز ژمنه سوې چي بهرنيي ځواکونه به په دې انتقالي موده کي چي،پنځه کاله دوام کوي د«اړتيا په صورت کي له افغان امينتي ځواکونو سره په مختلفو برخو کي مرسته کوي: لکه د هغوي ښوونه او روزنه، پوځي وسايلو او تجهيزاتو برابرول او د افغانستان د ملي امينتي ځواکونو انتقالي تمويل.»

په پام کي دي چي د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن او د څه د پاسه 60 هيوادونو او نړيوالو سازمانونو لوړ پوړي چارواکي په دې کنفرانس کي ګډون وکړي.

د کنفرانس اصلي محراقي موضوع د افغانستان بيارغول دي.

د برتانيې د بهرنيو چارو وزير، ويليام هيګ په همدي ميلادي مياشت کي وويل، که چيري افغانان ونه توانيږي چي تر 2014 کال پوري د خپل هيواد امنيتي مسووليت په غاړه واخلي، نو دا به « ډيره د حيرانتيا» خبره وه.

دغه راز د بريتانيا صدراعظم، ديويد کمرن هم ويلي دي چي تر 2015 کال پوري به خپل ټول سرتيري د افغانستان څخه وباسي.

د امريکا متحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما هم ويلي دي چي هغه غواړي د راتلونکي ميلادي کال د جولاي په مياشت کي د خپلو ځينو سرتيرو په وتلو پيل وکړي.

د اندپندنت د ورځپاڼي د رپوټ له مخه، د افغانستان د سه شنبې د ورځي د کنفرانس مسوده سوی پريکړه ليک د ملګرو ملتو د ځانکړي استازي، ستفين ميستورا له خوا پرون د نړۍ لوړ پوړو ډيپلوماټانو ته واستول سو.

په مسوده کي ويل سوي دي چي روان 2010 ميلادي کال دي د«امنيتي مسووليتونو د ليږدولو د پيل کال» په توګه وګڼل سي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو د وزرات يو وياند له دي څخه ډه ډه وکړه چي د نوموړي مسودې په هکله تبصره وکړي، خو دومره يې د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: « د برتانيې او افغانستان د حکومتونوګد هدف لا تر اوسه پر خپل ځاي پاته چي افغانستان بايد په يو امن او ثبات لرونکي هيواد بدل شي او وکړاي شي چي خپل امنيت خپله وساتي او اجازه ور نه کړي چي القاعده هلته بيرته ستنه شي.»

نوموړي بريتانوي وياند چي خپل نومي يي نه دي ښودلي وويل: «

د لندن د جنوري د کنفرانس په تعقيب د کابل کنفرانس د نړيوالي ټولني يوه بله هڅه ده چي له افغان حکومت سره مرسته وکړي ترڅو د خپل هيواد په چارو کي مخکښ نقش ولوبوي.»

فرانس پرس/ عبدالباري حکيم

کتونکي: نجيب الله زيارمل