1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل، لوگر او گرديز د جگړو وروستی حال

۱۳۹۱ فروردین ۲۷, یکشنبه

د افغانستان د پلازمېني کابل په گډون د دوو نورو ولايتونو په مرکزونو کرديز او پل علم کي هم جگړه روانه وه. دا په داسي حال کي ده چي افغان حکومت او امریکا متحده ايالاتونه له طالبانو سره د سولي خبرو ته تياری نيسي.

https://p.dw.com/p/14eDB

د افغان دولت وسله والو مخالفینو د پلازمېني کابل په شمول په درو ولایتونو کي پريوه وخت بریدونه ترسره کړل. په پلازمېنه کابل کي طالبان د «کابل سټار» هوټل ودانۍ ته ننوتل چې دغه یوه مهمه دیپلوماتیکه سیمه بلل کیږي. خو د مرگ ژوبلې په اړه لا پوره او دقیق معلومات نشته.

د لومړنیو راپورنو له مخي د کابل په بریدونو کي تر اوسه پوري لږ تر لږه د دوو برید کوونکو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی دئ. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید پړه پر غاړه اخیستي ده.

د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي د دوی ځانمرگي بريد کوونکو د پلازمیني کابل په شمول په لوگر، ننگرهار او پکتیا کي بریدونه تر سره کړي دي.

په کابل کې د یکشنبې د ورځي بریدونه تر غرمې وروسته د وزیر اکبر خان په سیمه کي پیل شول، چي د ناټو پر پوځي مقر سربیره د ډيرو هیوادونو سفارتونه پراته دي. شاوخوا لسو چاودونو کابل ولړزاوه او لا تر ناوخته هم د سپکو وسلو ډزې رواني وې.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کي راغلي دي، چي د دغه بریدونو اصلي هدف د ناټو پوځي مقر، د انگلستان او المان سفارتونه، د افغانستان پارلمان، د سریناهوټل او پارلمان ته تلونکی سړک وو. ددې سړک په اوږدوکي د روسيې سفارت هم موجود دئ.

په کابل کې د متحده ایالاتو له سفارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي دي چي د امریکا سفارت ودانۍ شاوخوا ته بریدونه تر سره شوي دي. د المان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چي په کابل کې د دوی سفارت د چاردیوالۍ دننه یو څه زیانونه اوښتي دي خو څوک نه دي خوږسوي.

د افغانستان پارلمان ته څیرمه یوې ودانۍ ته هم وسله وال کسان ورننوتي ول او له هغه ځای ئې د پارلمان پر ودانۍ ډزي کولې. د کندهار ولایت څخه د پارلمان استازي لالي حمیدزي ویلي دي چې وسله والو کسانو پر پارلمان دوه راکټه او گرنیډ بمونه غورځولي دي. د هغه په وینا وسله والو کسانو له دغه ځایه د افغان ولسمشر د مرستیال پر ودانۍ هم ډزي کړي دي.

د ننگرهار بريد

د ننگرهار ولایت د والي ویاند عبدالزي له دویچه ویله پښتو ويب پاڼي سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې لومړی برید د ننگرهار ولایت پر هوایي ډگر تر سره شو چي څلورو تنو ځانمرگي برید کوونکو غوښتل، هوایي ډگر ته ننوزي، خو د پولیسو له خوا تر درولو وروسته ئې خپل چاودیدونکي توکې وچول چې په ترڅ کې ئې ۳ تنه بریدگر ووژل شول او یو تن بریدگر د پولیسو له خوا ژوندی نیول شوی دئ.

پر دې سربیره په ننگرهار ولایت کې د یونان او ترکيې پر گډ پوځي مقر باندي هم ډزي شوي دي چي ځواکونو بیرته په درنو وسلو پر مخالفینو گوزارونه کړي دي.

په لوگر کي يرغل

په لوگر کې هم یو شمیر دولتي ودانیو ته ځانمرگي برید کوونکي ور ننوتي دي، او د افغان ځواکونو سره په جگړه بوخت ول. د لوگر ولایت د والي سلاکار، میرویس له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل چي د وسله والو مخالفینو او امنیتي ځواکونو تر منځ اوس هم خال خال ډزي رواني دي، خو لا تر اوسه افغان ځواکونو او یا هم ملکي کسانو ته کوم زیان نه دئ اوښتی.

په گردیز کي جگړه

په گردیز کي هم نن یو وسله وال برید تر سره سو چي پکښي شاوخوا ۲۳ تنه ټپيان سوي دي او یو تن پکښي وژل شوی دئ. د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون له المان غږ سره په خبرو کې وویل چې د پکتیا د پوهنتون مخامخ ودانۍ ته مخالفین ننوتي دي.

د سمون په وینا افغان امنیتي ځواکونه له احتیاط څخه کار اخلي تر څو ملکي کسانو ته زیان وا نه وړي. خو په خوست کي د دويچه ویله ځايي خبريال وايي، چي پر هغه ودانۍ باندي چي وسله والو ځای پکښي نيولی وو څرخۍ الوتکو بريد کړی او ودانۍ ئې په بشپړه توگه ويجاړه کړې ده.

دغه ودانۍ چي یو مارکيټ دي په يوه پوړ کښي ئې د هغه ولايت د پوهنتون محصلين هم اوسيږي.

په پکتيا کي ځای خبریال اسماعیل دلاوري وايي، چي په دغه برید کي چي څلور ساعته ئې دوام وکړ د پوهنتون يو تن محصل پکښي وژل سوی دي او د ښځو په شمول ۱۱ تنه نور ټپيان سوي دي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل