1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل-پاريس تر منځ تړون عملي بڼه

۱۳۹۱ مهر ۳۰, یکشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکې وايي، چي دغه هيواد په تېرو لسو کلونو کې په لومړي ځل له فرانسې سره د دوستۍ تړون لاسلیک کړ، چې پلي کېدل ئې خورا مهم دي.

https://p.dw.com/p/16U4j
انځور: AP

د کابل او پاریس ترمنځ د دوستۍ دغه تړون د روان میلادي کال په جنوري میاشت کي لاسلیک شو او تېره ورځ(۲۰۱۲ کال د اکتوبر۲۰) ئې عملي بڼه خپله کړه.

د دوستۍ د دغه تړون له مخې تر ۲۰۱۴ کال وروسته به فرانسه له افغانستان سره د ۵ کلونو له پاره هر کال۳۰۰ میلیونه ایرو مرسته کوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي نن یکشنبې (۲۰۱۲ کال د اکتوبر ۲۱) په کابل کې په يوه خبري غونډه کي وويل، چي راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو تخنیکي پلاوی د دغه تړون عملي بڼه وڅېړي.

ښاغلی موسی زی زیاتوي، چې د دې ترڅنګ به په لوړه کچه د دواړو هېوادونو ترمنځ منظمي غونډي هم دوام ومومي:

«د بهرنیو چارو وزېرانو په کچه به په منظم ډول په کابل او پاریس کې غونډي جوړیږي، چې له دې سره به د دې تړون عملي کیدل او پرمختګ وڅېړل شي او په راتلونکې کې به هم د دواړو هېوادونو ترمنځ لومړېتوبونه مشخص شي.»

د دوستۍ د دغه تړون پر بنسټ به فرانسه له افغانستان سره د کرهڼي، روغتیا، کان کيندني او امنیت په برخو کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

سره له دې چې د چارو یو شمېر کتونکي له فرانسې سره د دوستۍ تړون مهم ګڼي، خو وايي چې دغه هېواد د افغانستان په کورنیو جګړو کې د ځینو ډلو ملاتړ کاوه.

سیاسي شنونکی او د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال په دې اړوند دويچه ویله پښتو ويبپاڼي ته وویل، له همدغو ځانګړو افغان جګړه مارو ډلو څخه د فرانسې ملاتړ د یو شمېر افغانانو په ذهنونو کې شکونه زیږولي ول، خو په تېرو یوولسو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی باب پرانېستل شوی دئ:

«داسي فکر کیږي چې په هغومره نظامي ځواک سره به فرانسه نوره په افغانستان کې فعاله نه وي، خو د دې له پاره چې د فرانسې حضور د افغانستان په قضیو او پېښو کې په بشپړه توګه له مینځه ولاړ نه شي دغه تړون رامنځته شو.»

د لېوال په وینا په فرانسه کې اقتصادي ستونزې او په افغانستان کې په ډله ییزه توګه د فرانسوي سرتیرو وژنه د دې سبب شوه، چې دغه هېواد خپل پوځیان له افغانستانه وباسي.

محمد اسماعيل شاکر/کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل