1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل پر ښار درې توغندي لگیدلي دي

۱۳۹۱ آبان ۲۳, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/16hfN

نن سهار وختې د کابل په ښار درې توغندي لگیدلي دي، چې په پایله کې یې یو تنه وژل شوی دی. دغه خبر د افغان چارواکو له قوله ورکړل شوی دی. د کابل ښار د پولیسو مشر جنرال ایوب سالنگي د المان خبري آژانس ته ویلي دي چې دوه توغندي د المپیک د ملي کمیټې او د یوه شخصي تلویزون ودانۍ ته څیرمه لگیدلي دي.

هغه زیاته کړې چې دریم توغندی په یوه استوگنځای کې لگیدلی دی. زیاته شوې ده چې په دغه بریدونو کې درې تنه ټپیان شوي وو چې یو تن وروسته بیا د ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه. د پولیسو په وینا دغه توغندي د ده سبز له سیمې پر ښار باندې توغول شوي دي. لا تر اوسه د دغه بریدونه پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.