1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په استقلال لیسه کې ځانمرگي برید یو تن وواژه

رویټرز/ سید ریاض۱۳۹۳ آذر ۲۰, پنجشنبه

افغان لوړپوړو دولتي چارواکو د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې پر استقلال لیسې باندې د بنجشنبې ورځې په برید کې وژل شوي کس آلماني دی. په همدې ورځ یوه بل برید په کابل کې شپږ تنه افغان سرتیري وژلي وو.

https://p.dw.com/p/1E2Qy
انځور: REUTERS/O. Sobhani

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر جنرال ایوب سالنگي، د پیښې پخلی کړی دی او له دویچه ویله سره په خبرو کې یې ویلي دي: «برید کوونکي خپل ځان د یوه بهرني پر وړاندې الوزولی دی چې فکر کوم د آلمان تبعه دی. په پیښه کې لس کسان ټپیان شوي دي.»

دغه افغان چارواکي تر دې مخکې نړیوالو خبرې آژانسونو ته ویلي وو: «د ځانمرگی برید پیښه د استقلال لیسې د کانفرانس په تالار کې رامنځ ته شوې ده چې له کبله یې د یوه تن د وژل کیدو او ۱۵ تنو نورو کسانو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.»

د سالنگي په خبره برید کوونکی شا او خوا ۱۶ کلن هلکی وو. هغه زیاته کړې ده چې ده د برید پر مهال د فرانسې په کلتوري مرکز یوه ډرامه پر لاره اچول شوې وه. چې برید کوونکي ځان د ډرامې تالار ته رسولی وو.

په کابل کې د پنجنشنبې په ورځ دا دوهم برید دی چې تر ترسره کیږي. تر دې د مخه د ملي اردو پر سرویس موټر د ځانمرگي برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخیستی وو. په وروستیو وختونو کې په افغانستان کې طالبانو خپلو بریدونو ته په داسې وخت کې زور ورکړی دی چې له دغه هیواد څخه بهرني جنگي سرتیري د ۱۳ کلنۍ جگړې وروسته د وتلو له پاره چمتووالی نیسي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال دولت وزیري، له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي، ځانمرگی برید کوونکی چې پلي روان وو، د کابل په تره خیل سیمه کې یو سرویس موټر هغه وخت په نخښه کړ چې د پوځ پرسونل د کار پر لور روان وو.

هغه په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي: «له بده مرغه موږ په دغه ځانمرگي برید کې شپږ عسکر له لاسه ورکړي او ۱۱ نور بیا ټپیان دي.» په عین وخت کې طالبانو د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی.
هوایي برید پنځه زده کوونکي وژلي

په عین وخت کې د پروان ولایت د پولیسو مشر محمد زمان مموزي، د رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې د چهارشنبې په ورځ د بهرنیانو په یوه هوایي برید کې پنځه زده کوونکي وژل شوي دي.

خو په افغانستان کې میشت نړیوال امنیتي مرستندویه ځواک (ایساف) د دې پیښې په هکله څه نه دي ویلي. په افغانستان کې د بهرنیانو په هوایي بریدونو کې د ملکي کسانو مرگ ژوبله یوه له شخړه ییزو موضوعاتو څخه ده چې په اړه یې ضد او نقیضې ادعاوې کیږي او د وژل شوو کسانو هویت تائیدل وخت ته اړتیا لري.