1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کابل په بريدونو کي ځينو پاکستاني پوځيانو لاس لاره»

مسعود جهش۱۳۹۴ مرداد ۲۱, چهارشنبه

د افغانستان د ملي امنیت ادارې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د کابل په وروستیو بریدونو کې ځينو «پاکستاني پوځيانو» لاس لاره. دغي ادارې ادعا وکړه چې پاکستان د طالبانو په مرسته د افغانستان د امنیت پر ضد نیابتي جګړه کوي.

https://p.dw.com/p/1GENd
انځور: Reuters/A. Masood

د افغان ولسمشر غني د دوشنبي ورځي تر توندي وینا وروسته د افغانستان د ملي امنیت ادارې هم پر پاکستان سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو تر منځ نه، بلکې د پاکستان د «مزدورانو» او افغان پوځ تر منځ جګړه ده.

د ملي امنیت ادارې ویاند حسیب صدیقي د چهارشنبې ورځي په خبري کنفرانس کې وویل: «زموږ جګړه د افغانانو تر منځ نه ده، ځکه دا ثابته شوه چې طالبان د کوم افغان له خوا نه رهبري کیدل، بلکي مشري يې د پاکستان ځينو پوځي افسرانو کوله.»

تر دې دمخه ولسمشر غني هم د کابل تر بریدونو وروسته پر پاکستان باندي سختي نیوکې کړې وې او ویلي يې ول، چې که څه هم افغانستان تل د سولي پیغام استوي خو له پاکستانه یوازي د جګړې پیغامونه راځي.

غني په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د پاکستان راتلونکې اقدامات به روښانه کړي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به د افغانستان او پاکستان اړیکې پر کوم لور رواني شي.

د ملي امنیت ادارې ویاند په خپلو خبرو کې د کابل د وروستیو بریدونو پړه چې په سوونو انسانان پکښې قربانیان شول، پر پاکستان واچوله او ویې ویل چې دغه بریدونه ځينو پاکستاني پوځيانو پلان کړي ول: «په دغو ټولو بریدونو کې ځينو خاصو پاکستاني پوځي کړیو لاس لاره چې د خپلو مزدورانو په مرسته چې د حقاني شبکه ده، ترسره کړل.»

حسیب صدیقي ټینګار وکړ چې طالبان یوه افغانی پدیده نه، بلکي یوازې په افغانستان کې د پاکستاني پوځیانو د نیابتي جګړې وسیله ده.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د پاکستان سفارت د ولسمشر غني تر بیانیې وروسته وویل چې اسلام آباد له افغانستان سره ښو اړیکو ته ژمن دی او پخپله هم د ترهګرۍ قرباني دی. اسلام آباد تل د کابل دا تورونه چې د یاغیانو ملاتړ کوي نه مني.

ولسمشر غني واک ته تر رسیدو وروسته وویل چې افغانستان او پاکستان یو له بل سره په یوه نه اعلان شوې جګړه کې دي او ټینګار یې وکړه چې دغه جګړه باید پای ته ورسیږي.

داسې ښکاري چې ولسمشر غني له پاکستان څخه هغه څه ترلاسه نه کړل چې غوښتل يې او له همدې کبله یې حکومت د اسلام آباد پر وړاندي په بې سابقه توګه انتقادي لهجه خپله کړې ده.