1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په بريدونو کې دوه آلماني سرتېري سطحي ټپي شوي

نسیم صابر۱۳۹۴ دی ۱۵, سه‌شنبه

د کابل هوايي ډګر ته څېرمه د دوشنبې په ورځ د څو ساعتونو په فاصله کې دوه بریدونه وشول. يو بريد د آلمان پوځ پر کاروان باندې هم شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې کابل له طالبانو سره د سولې په هڅه کې دی.

https://p.dw.com/p/1HY1S
انځور: picture-alliance/AP Photo/R.Gul

د کابل نړيوال هوايي ډګر ته په لاره يوه ځانمرګي برید کوونکي هغه مهال بريد وکړ چې د آلمان پوځ کاروان د تېرېدو په حال کې وو. د پوليسو د څرګندونو له مخې بریدکوونکي هغه وخت خپل هدف ته تر رسیدو مخکې چاودنه وکړه چې د تلاشۍ په يوه پوسته کې افشا شو.

د آلمان پوځ د څرګندونو له مخې دوه آلماني عسکرو ته «د ټکان له کبله د اورمېږ درد» پيدا شوی دی. سربېره پر دې ويل شوي دي چې د پوځ يو موټر هم زيانمن شوی دی، خو کاروان وکولای شول چې خپلې ګزمې ته دوام ورکړي.

ژوبل شوي عسکر تر درملنې لاندې دي. د آلمان د «شپيګل آنلاين» ويبسايټ په حواله د دغه کاروان په يوه موټر کې آلمانی بريد جنرال ميشايل پودزوس، هم سپور وو چې «د ده کاروان ته څېرمه» بيا بريد تر سره شوی دی.

يو بل بريد د بهرنيو سازمانونو او نړیوال پوځي ماموريت د کارکوونکو پر يوې ودانۍ باندې هم هوايي ډګر ته څېرمه تر سره شوی دی. دغه خبره د کورنيو چارو وزارت يوه وياند تائيد کړې ده. د پوليسو د څرګندونو له مخې په چاودېدونکو توکو ډکه يوه وړه لارۍ د «کمپ بارون» په نوم د کلکو امنيتي تدابيرو لرونکي پنډغالي په دېوال پورې جنګول شوې ده.

طالبانو د بريد پړه منلې ده

د روغتيا وزارت په حواله په دغه برید کې د نهو ماشومانو په ګډون ۳۰ کسان ټپيان شوي دي. طالبانو د تويتر د لارې د بريد پړه منلې ده. دغې ډلې ادعا کړې ده چې «د لارۍ بم هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنيانو پر يوه کمپ باندې د بريد په موخه» چاودنه رامنځ ته کړې ده او دا چې په «لسګونو اشغالګر» وژل شوي دي. طالبان ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمیر لوړ ښيي.

په کابل او د افغانستان په ډېرو برخو کې امنيتي وضعيت په تېرو مياشتو کې وار په وار خراب شوی دی. د دې له پاره چې د طالبانو له خوا د بې ثباتۍ مخه ونيسي، ناټو په افغانستان کې خپل حضور اوږد کړی دی. د آلمان پوځ دا مهال تر ۹۸۰ پورې سرتېري په افغانستان کې ځای په ځای کړي دي. د تندلارو وسلوالو طالبانو له خوا سولې ته لېوالتيا نه تر سترګو کيږي. دغه خبره وروستي بريدونه په ګوته کوي. خو د هغوی تر څنګ نورې وسلوالې ډلې هم سولې ته خنډونه جوړوي.

د هند پر کنسلګرۍ باندې بريد پای ته ورسید

د بلخ ولايت د پوليسو مشر سيد کمال سادات، ويلي دي چې په مزار شريف کې له ۲۷ ساعته وروسته نښتو وروسته د هند پر کنسلګرۍ بريد پای ته رسېدلی دی.

څېرمه ودانۍ چېرته چې بريدکوونکي ځای پر ځای شوي ول، د امنيتي ځواکونو له خوا تصفيه شوي چې تر دې دمه څلور مړي پکې موندل شوي دي. بريدکوونکو د يکشنبې په ماښام هڅه کړې وه چې کنسلګرۍ ته ورننوزي، خو مخه يې نيول شوې وه. ورپسې هغوی په يوه بله څلورپوړيزه ودانۍ کې پټ شوي ول او له افغان امنيتي ځواکونو سره يې ‌ډزي پيل کړې وې.

په دغو نښتو کې بريدکوونکو له راکټ لانچرو، لاسي بمونو او سپکو وسلو څخه کار اخيستی دی. د بلخ والي يوازې د «افغانستان د ثبات له دښمنانو» څخه خبرې کولې. د هند د کنسلګرۍ کارکوونکي ټول وخت خوندي ول، دغه خبر د هند سفير آمار سينها، د تويتر د لارې خپور کړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب