1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په بريد کي لس ووژل سول

۱۳۹۴ آذر ۲۱, شنبه

د کابل بريد د شنبې په سهار پای ته ورسېدی. په دغه بريد کي لږ تر لږه څلور افغان پوليس، څلور بريدګر او دوه هسپانويان ووژل سول.

https://p.dw.com/p/1HMFl
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د کابل وروستی بريد چي د هسپانيې و سفارت ته نژدې پر يو مېلمستون تر سره سو، پسله څو ساعتو پای ته ورسېد. تر مخه يو شمېر چاودنو او د ډزو ږغونه د کابل دغه سيمه ولړزوله. د دغې سيمي سخت امنيت ساتل کيږي.

بريد د جمعې په ورځ (د دسامبر ۱۱مه نېټه) ماښام په يوه لويه موټريزه چاودنه پېل سو. د دغې چاودني له کبله رامنځ ته سوی دود ډېر جګ وخوت او له ليري سيمو هم معلومېدی. دا د افغان ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي د هغې وينا څخه صرف څو ساعته وروسته چي پکښي خوشبيني يې څرګنده کړې وه چي د طالبانو سره به په څو اونيو کي بېرته د سولي په تړاو خبري اتري پېل سي.

د کابل د پوليسو چارواکي فريدون عبيدي و فرانس پرېس خبري آژانس ته د ياد بريد د قربانيانو په تړاو ويلي: «پر کابل په ترهګر بريد کي څلور افغان پوليس، دوه بهرني تابيعت لرونکي او څلور بريدګر ووژل سول.»

د هسپانيې حکومت په مادريد کي ويلي چي په دغه بريد کي وژل سوي دوه بهرنيان دوه هسپانوي پوليس دي.

د کابل بريد د کندهار پر هوايي ډګر د طالبانو د بريد څخه وروسته د دغې ډلې لوی بريد دی. وسله والو طالبانو د کندهار پر هوايي ډګر ۲۷ ساعته جګړه وکړه چي پکښي تر ۶۰ څخه زيات انسانان ووژل سول. طالبانو د کابل د بريد پړه هم په غاړه اخيستې ده. دغې وسله والې ډلې ويلي چي په کابل کي يې د بهرنيانو يو مېلمستونه په نخښه کړی دی.

په کابل کي د بريد د پېل وروسته داسي راپورونه خپاره سوي ول چي ګواکي د هسپانيې پر سفارت بريد تر سره سوی دی. خو د هسپانيې لومړي وزير ماريانو راخوی وويل چي بريد د هسپانيې پر سفارت نه دی سوی. هغه وويل: «دغه بريد و سفارت ته ډېر نژدې پر يو مېلمستونه تر سره سوی دی.» هغه زیاته کړې وه چي د افغانستان ځانګړو امنيتي کسانو د هسپانيې د سفارت څخه کارکونکي خوندي ځايونو ته انتقال کړي او د شېرپور په نوم دغه سيمه يې کلابنده کړې ده.

د کابل په شېرپور کي د بډای خلکو د کورونو تر منځ ګڼ شمېر غېرحکومتي مؤسسې او سفارتونه هم شتون لري. په دغه سيمه کي د افغان حکومت ګڼ شمېر لوړپوړي چارواکي لکه جنرال عبدالرشيد دوستم هم ژوند کوي.