1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په بريد کي څلورو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

۱۳۸۹ بهمن ۲۵, دوشنبه

نن يو ځل بيا د پلازمېني کابل په زړه کي د نوي ښار په سيمه کي د سيټي سنټر په نامه پر يوه سوداګريز مرکز وسله وال بريد وسو.

https://p.dw.com/p/R0cL
انځور: AP

دغه حمله ظاهراُ د دوو تنو ځانمرګوبريد کونکو له لوري تر سره سوې چي په ترځ کي يي څلورو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

د کابل د پوليسو په خبره په پيښه کي دونه تنه پوليس وژل سوی او دوه نور ټپيان سوي دي.

د ورځي څه باندي دوې بجې وې چي دوه وسله وال سړي چي ويل کيږي په بمونو ډکي سدرۍ يې په تن وې د سټي سنټر پلورنځي ته د ننوتو هڅه وکړه.

عيني شاهدانو دويچه ويل ته وويل چي د تلاشۍ پوليسو سمدستي دغه دوه کسان وپيژندل اوچي غوښتل يي هغوی له پښو وغروځوي يو په بل پسي يي د سوداګريز مرکز په دروازه کي ځانونه والوزول.

په دغه پيښه کي د تلاشۍ دوه پوليس وژل سوي او دوه نور ژوبل دي.

دغه مرکز د کابل د انصاري څلور لاري په مخکي موقيعت لري کوم چي په شاوخوا سيمو کي يې د کورنيو چارو وزارت او بي بي سي راډيو دفتر او يو شمير بهرنۍ موسسي او ميلمستونونه هم واقع سوي دي.

د سيټي سنټر په نامه په دغه مرکز کي له زرګريو نيولي بيا تر قيمتي ډبرو او غربي ټيپ د کور وسايل او جامې خرڅيږي.

تر اوسه په دقيق ډول نده معلومه چي بريد کونکي څوک او موخه يي څه ول خو داسي ګمان کيږي چي هغوی به هڅه کوله د دغه مرکز سر ته ځانونه ورسوي او له هغه ځايه په يو شمير کليدي اهدافو چي ورته په ګرد چاپير کي پراته دي بريدونه وکړي.

دا په تيرو دوو اونيو کي په کابل کي دوهمه دخپل ډول پيښه ده خو د کندهار له پيښي وروسته ډيره خونړۍ ښودل سوي.

په کندهارکي بيا شپږ بريدکونکي وړمه ورځ يوه سوداګريزمرکز ته وختل او له هغه ځايه يې د پوليسو پر قوماندانۍ يرغل وکړ چي په پايله کي يي شاوخوا شپيتو تنو ته مرګ ژوبله اوښتي وه.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل