1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په وسلوال بريد کي دوه تنه وژل سوې دي

۱۳۸۹ مرداد ۱۹, سه‌شنبه

نن له غرمې وروسته د کابل په زړه کي د یوې خصوصي امنیتې کمپنۍ پر میلمستون د دوو وسله والو له لوري چي له بمونو ډک واسکټونه یې پر ځان پوري تړلي ول برید وشو.

https://p.dw.com/p/Ohar
په کابل کي د يوې بلي پيښي انځور
په کابل کي د يوې بلي پيښي انځورانځور: AP

د کابل د جنایې جرمونو سره د مبارزې ریس سید عبدالغفار سید زاده د پيښې څو شیبې وروسته په سیمه کي د دويچه ويلي المان ږغ راډيو ته وویل چي په دغه برید کي دوه تنه وژل شوي او یو بل کس ژوبل دی.

د عبدالغفار دوینا له مخه چي، په ځانمرګي واسکټونو سمبالو دوو برید کونکو غوښتل د تایمنیو د نهم سړک په سیمه کي د( هارت سیکیوریټې) شرکت په ودانۍ ور ننوزي خو د ودانۍ د ساتونکو له مقاومت سره مخ شول چي، یو په بل پسي یې ځانونه والوزول.

د نوموړي په ویناچي، وژل شوي دوه کسان د دغي کمپنۍ موټر چلونکي ول او دریم ژوبل کس هم د همدې دفتر ساتونکی دی.

خو دپیښي په سیمه کي عیني شاهد محمد شریف بیا وایي چي، بريدکونکو ودانۍ ته تر ننوتو مخکي د ودانۍ پر ساتونکو د سپکو وسلو ډزې وکړي او وروسته د یوې ځواکمني چاودنې غږ واوریدل شو.

یو بل تن عیني شاهد د ننۍ پیښي په اړه دويچه ويلي راډیو ته داسي وويل:

«زه په خپل کور کي ویده وم چي لومړۍ مي د سپکو وسلو ډزې واوریدې او ورپسې چاودنه وشوه، ما له پیښي څو شیبې وروسته د پولیسو رینجر ګاډې او ورپسې امبولانسونه ولیدل چي، د چاودني سیمي ته را ورسیدل، پولیسو یو جسد چي ښايي ځانمرګی به وو امبولانس ته واچاوه.»

خو د طالبانو په استازي توب ذبیح الله مجاهد چي ځان د دغي ډلي ویاندبولي، له یوه ناڅرګند ځای څخه د ټلیفون پر لیکه المان ږغ راډیو ته وویل چي دغه بریدددوی له لوري تر سره شوی دی.

مجاهد زیاته کړه چي برید د څلورو طالبانو له لوري تر سره شوی او موخه یې د بهرنیو ځواکونو یو میشت ځای وو چي، بهرنیانو ته پکښي د سر او مال دروندتاوان اوښتی دی.

دغه بريد د کابل په ښار کي په داسي حال کي تر سره شو چي همدا نن د ملګرو ملتونو سازمان د یوه رپوټ په خپرولو سره د طالبانو او حکومت پلوه ځواکونو تر منځ په جګړو کي د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلي د ډیریدو رپوټ خپور کړ.

په رپوټ کي راغلي چي د روان کال په لومړيو شپږو میاشتوکي د تیر کال دلومړيو شپږو میاشتوپه پرتله د ملکي وگړو په مرگ ژوبله کي ۳۱سلنه زیاتوالی راغلی دی.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: زيارمل