1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په ولايت کې د ملي پيوستون 145 پروژې تر کار لاندې دي

۱۳۸۷ دی ۲۴, سه‌شنبه

د کابل ولايت په يوولسو ولسواليو کې د ملي پيوستون د پروګرام له اړخه د پروګرام له پيل څخه تر اوسه د سنايي د پراختيايي بنياد SDO لخوا 1191پروژې ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي .

https://p.dw.com/p/GXfE
انځور: DW

په ټوليزه توګه د دغې موسسې لخوا 1501 پروژې په بيلابيلو برخو کې د کليو پرا ختيا وزارت ته وړاندې شوي چې د نوموړي وزارت لخوا يي 1490 پروژې منظورې شوي دي. او همدا اوس 145 پروژې تر کار لاندې دي . د نوموړو پروژو مالي لګښت تر دې دمه يو ملياردو نولس نيم مليونو افغانيو ته رسيږي چې د کليو پراختيا وزارت له بودجې څخه ورکړل شوي دي.

د سنايي د پراختيايي بنياد د کابل ولايت مسوول ډاکتر ضيا اله شفيق وايي چې : د کابل په ولاپت کې يي 492 پراختيايي شوراګانې جوړې کړي او نوموړو شوراګانو ته يي د سمينارونو او ورکشاپونو په ورکولو سره د پروژو د پلي کولو څرنګوالي ور ښودلي.

ډاکتر ضيا اله شفيق وايي چې د پروژو د لګښت پيسې د کليوالي شوراګانو په واک کې ورکړل شوي او هغوى دغه پيسې پخپلو خوښو پروژو کې په مصرف رسولي .

د سنايي د پراختيايي بنياد د کابل ولايت مسوول د پروژو د پلي کيدو د څرنګوالي په اړوند وايي چې : هغه پروژې چې پلي کول يي د کلي د خلکو په وس او توان کې وي داسې پروژې په مستقيمه توګه د پراختيايي شوراګانو لخوا پلي کيږي او که چيرې بنسټيزې پروژې وي او پلي کول يي د خلکو په وس کې نه وي د جوړولو چارې يي اړوندو کمپنيو ته سپارل کيږي او کارونه يي د شوراګانو تر څارنې لاندې پر مخ ځي .

د ملي پيوستون پروګرام نه يوازې دا چې د خلکو د سيمه ايزو ستونزو د حلولو په موخه دخلکو په خوښه او د دوى د اړتياوو په بنسټ پروژې پلي کوي بلکې د خلکو سره يي د معنوي پياوړتيا په برخه کې هم مرستې تر سره کړي.

عطاو الله د کابل ولايت يو تن اوسيدونکى دى. دى د ملي پيوستون پروګرام د ستاينې وړ ګڼي او وايي چې دغه پروګرام د خلکو بنسټيزو ستونزو ته په پام سره ډيرې داسې پروژې پلي کړي چې د خلکو غوښتنه وه، د بيلګې په توګه د سړکونو، کاريزونو، څاګانو، ويالو، استنادي ديوالونو او په لس هاوه نورې داسې ګټه ورې پروژې چې خلک يي غواړي . د کابل په ولايت کې د ملي پيوستون د پروګرام له دغو پروژو څخه به 112095کورنۍ ګټه پورته کړي .