1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل په ګاوندي ولایت لوګر کی امنیت څرنګه دی

۱۳۸۹ مهر ۲۷, سه‌شنبه

اوسيدونکی آرين:«امنيت بيا رغاوني پوري تړلي دي. د بيارغاوني له بهير څخه خلک خوښ نه دي، اداري فساد د پل علم په اداره کی بل دليل دي چي نا امنيو ته لمن وهي. لوګر د کابل په خوله کي پروت دي. امنيت بايد خوندي وساتل شي.»

https://p.dw.com/p/PhWc
يو امريکايي سرتيري د کابل لوګر په لاره کي يو افغان موټر سايکل چلونکي تلاشي کوي
يو امريکايي سرتيري د کابل لوګر په لاره کي يو افغان موټر سايکل چلونکي تلاشي کويانځور: AP

د لوګر ولايت يوشمير او سيدونکي په دغه ولايت کې د ناامنيو له زياتيد څخه خبرې کوي او په دي اړه سخته انديښنه ښودلي ده. دا په داسي حال کي ده چي له کابو يو کال څخه را په دي خوا د امرکيا متحده ايالاتو په مشري نړيوال ځواکونه په دغه ولايت کي د اورپکو پر ضد وخت په وخت په عملياتو بوخت دي.

د لوګر ولايت په څرخ ولسوالۍ کې د ملي امنيت يو کار کونکي د وسله والو طالبانو له لورې وژل شوي دي.

د لوګر ولايت يو چارواکي چې دخپل نوم له اخيستلو څخه ډډه کوي دا خبر مني او وايي دغه کس تيره ورځ غرمه مهال د يادې ولسوالۍ په بازار کې د وسله والو طالبانو له لورې په ډزو سره ووژل شو. ويل کيږي چې دغه کس په يادې ولسوالۍ کې له دريو کلونو راهيسي د ملي امنيت د کار کونکي په توګه دنده ترسره کوله.

د لوګر ولایت یو امینتی چاروکی د آلمان غږ راډویو ته وویل: « دغه د ملي امنيت کارکونکۍ د یکشنبی په ورځ د څرخ په بازار کې د طالبانو لخوا د کلشينکوف په ډزو کې وويستل شو

د لوګر ولايت يوشمير او سيدونکي په دغه ولايت کې د ناامنيو له زياتيد څخه خبرې کوي او په دی اړه سخته انديښنه ښودلی ده. یواوسيدونکی چی خپل نوم یی محمد الله آرين معرفی کړ وویل:« لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده د تيرو کلونو په پرتله په ټول افغانستان کې امنيتي وضعه خرابه شوې دې ، د لوګر ولايت امنيتي وضع هم مخکې ښه وه خو اوس او خصوصا په روان کال کې امنيتي وضع ډيره خرابه شوې ده

دا چی ولی امنیتی وضعیت خراب شوی دی دغه اوسيدونکي بيلابيل لامولونه تو اشاره وکړه.« د خلکو هيلي په ناهيلي بدله شوې ده د بيلګي په توګه بيارغونه هيڅ نده شوي په لوګر ولايت کې او بله خبره چې ډيره مهمه ده په دولتي دفاترو کې اداري فساد دي

په دې وروستيو کې د ولسمشر حامد کرزي لخوا د سولې عالي شورا جوړه شوه ترڅو مخالفو وسوالو او دولت ترمنځ روغه جوړه وکړي.

د لوګر ولايت اوسيدونکي هم ، له دغې شورا څخه غواړي تر څو په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره جدي هڅې وکړي

د لوګر يو شمير اوسيدونکي د سولې د لوړې شورا د جوړيدو په اړه خوښي ښيي او د دولت له وسله والو مخالفانو څخه غواړي چې د سولې د راوستو لپاره د سولې له عالي شورا سره خبرې اترې وکړی.

که څه هم په لوګر ولايت کې د امنيتي ځواکونو شمير په دقيقه توګه ندي څرګنده خو د دې ولايت د چارواکو په وينا په لوګرکې کابو څلور زره سرتيري ديره دي چې شاوخوا درې زره يې بهرنيان دي

د دغو ځواکونو له شتون سره سره بيا هم کله ناکله د دې ولايت له ګوډ ګوډ او په ځانګړې ډول له څرخ ، خروار ازر او برکي برک ولسواليو څخه چې لرې پرتې دي رسنيو ته د نا امنيو خبرونه رارسيږي.

احمد فرهاد

کتونکی: عبدالباري حکيم