1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل ځانمرګي برید ۱۳ بهرني سرتیري او څلور افغانان ووژل

۱۳۹۰ آبان ۷, شنبه

نن په پلازمینه کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر یوه قطار د ځانمرکي برید له امله لږ تر لږه ۱۷ کسان ووژل شول. پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې برید کونکي خپل په چاودیدونکو موادو بار موټر د بهرنیو ځواکونو قطار ته نږدي وچاوه.

https://p.dw.com/p/131Tu
تر اوسه په چاودنه کې د لسو بهرنیو سرتیرو او څلورو افغانانو د وژل کیدو خبر ورکړل شوی
تر اوسه په چاودنه کې د لسو بهرنیو سرتیرو او څلورو افغانانو د وژل کیدو خبر ورکړل شویانځور: dapd

د افغان او بهرنیو چارواکو په حواله په بیښه کې درې افغان ملکیا، یو افغان پولیس او ۱۳ بهرني سرتیرې وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې ناټو ډیر جزییات نه دي ورکړي، د کابل د دارالامان د سیمي په پیښه کې یې د ۱۳ سرتیرو د وژل کیدو پخلی کړی دی.

تر دې وړاندې د فرانسي خبري اژانس د یوه بهرني چارواکې په حواله لیکي ؤ چې د بهرنیو ځواکونو پر قطار د شنبي د ورځې ځانمرګي برید کې لږ تر لږه لس بهرني سرتیرې وژل شوي دي.

دغه چارواکې چې د نوم د نه بربنډیدو په شرط یې خبرې کولې ویلي ول چې د برید هدف د امریکایې ځواکونو یو موټر وو:

«په پیښه کې د لسو څخه تر یولسو کسان وژل شوي دي چې ډیری یې امریکایان دي.»

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند، صدیق صدیقي، د فرانسې خبرې اژانس ته ویلي دې چې د بهرنیو ځواکونو پر قطار ځانمرګي برید کې څلور کسان وژل شوي دي:

«څلور کسان وژل شوي دي. د هغوې له ډلي څخه درې یې ملکي وګړي او یو یې هم پولیس دی.»

صدیقي ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات په لاس کې نه لري.

د پیښې عیني شاهدان وايې چې لږ تر لږه یې د لسو بهرنیو سرتیرو مړي لیدلي دي.

د کابل د استقلال د روغتون مشر، محمد علي احسان، وایې چې دغه روغتون ته لس کسان د پیښه په اړوند راوړل شوي دي. د هغه په وینا د راوړل شویو کسانو په ډله کې یوه ښځه او یو پولیس مړه ول.

د ایساف د ځواکونو یوه ویاند هم د پیښې پخلی کړی او ویلي یې دي چي په پیښه کې یو شمیر افغان او بهرني سرتیرې وژل شوي دي. د ایساف دغه ویاند د وژل شویو کسانو د شمیر له ورکولو څخه ډډه کړې. طالبانو د پیښی پړه بر غاړه اخیستي.

په همدې حال کې د افغانستان په کنر ولایت کې هم یوې ښځې د ملي امنیت پر ادارې ځانمرګی برید تر سره کړی دی. د کنر د ولایت ویاند، واصف الله، ویلي دي چې بریدکوونکې ښځې د ملي امنیت د دفتر څخه بهر خپل بم وچاوه چې په پایلې کې یې د ملې امنیت دوه ساتونکې ټپیان شول.

د ناټو لخوا په یوې بلې خبر پاڼې کې راغلي چې د افغانستان په جنوب کې یوه کس چې د افغان امنیتي ځواکونو جامې یې په تن درلودې د شنبي په ورځ دوه بهرني سرتیرې ووژل. په خبر پاڼې کې راغلي چې برید کوونکې په خپله هم وژل شوی دی.

اژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: احمد ولي اڅکزی