1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د کابل چاودنې یو کس وژلی

۱۳۹۵ اسفند ۲۳, دوشنبه

په کابل کې هغه یوه موټر د چاودنې ښکار شوی دی چې د یوه مخابراتي شرکت کارکوونکي یې انتقالول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند پیښه تائید کړې ده او ویلي یې دي چې په چاودنه کې یو تن وژل شوی او اته تنه ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/2Z6Le
Afghanistan Anschlag in Kabul
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د رویترز خبري آژانس په خپل رپوت کې لیکلي دي چې امنیتي ځواکونه د پیښې سیمې ته رسیدلي دي. ویل شوي دي چې ښاي کوچنی میني بس موټر په بشپړه توگه سوځیدلی وي.

تر مخه یوه امنیتي چارواکي ویلي وو چې چاودنه د یوه ځانمرگي برید کوونکي له خوا چې پیاده روان وو، رامنځ ته شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي، ویلي دي چې پیښه د سړک د غاړې د ماین له کبله رامنځ ته شوې ده. په پيښه کې د یوه تن د وژل کیدو او نورو اته تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی دی.