1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل ښاريان داسي احساس کوي لکه کابل چي کلابند وي

۱۳۸۷ شهریور ۱۰, یکشنبه

په کابل کي د سرې مياشتي مشر فرانس راوخن شټاين د دويچه ويلي آلمان ږغ راډيو سره په ځانګړې مرکه کي د هغه هيواد پر روانو حالاتو باندي خبري کړي

https://p.dw.com/p/F84c
په کابل ښارکي ورځنی عادي ژوند
په کابل ښارکي ورځنی عادي ژوندانځور: picture-alliance /dpa

دويچه ويلي: تاسو دافغانستان امنيتي وضع د اوو کالو جګړې وروسته څنګه ارزوی؟

راوخن شټاين: په تيرو دوکلونوکي موږ ليدلي چي په کړکېچ کي زياتوالی راغلی دی. نه يوازي داچي تاوتريخوالی نورو سيمو ته غځېدلی دی بلکي کړکېچ نور هم شدت موندلی دی. په لومړي سر کي موږ وينو چي په وسله واله بريدونو کي زياتوالی راغلی چي پکښي د سپکي وسلې او توغنديو تر څنګ د بمونو څخه هم کار اخيستل کيږي. پخپله په کابل کي بمي بريدونه نه دي زيات سوي بلکي يو څه راکم سوي لادي. خو هغه بريدونو چي تر سره کيږي د پخوانيو بريدونو په پرتله ډير تاوان رسوي.

دويچه ويلي: په کابل کي وضع څنګه ده؟

راوخن شټاين: په کابل کي د افغانانو تر څنګ په بهرني کارکونکو کي هم بې اطميناني زياته سوې ده. دغه بې اطميناني د تيرو مياشتو د خونړي بريدونو له وجې منځ ته راغلې ده. د ښار پر څنډو هم ډېر څه بدل سوي دي د کومو له وجي چي دکابل خلک د اسي احساس کوي لکه دغه ښار چي کلا بند وي. د بريدونو ګواښ هم زيات سوی دی چي ددې لامل ګرځي تر څو په خلګو کي ويره زياته سي.

دويچه ويلي: ايا تاسو په خپل ورځني ژوند کي بيره احساسوﺉ؟ ولي چي طالبان په خاصه توګه بهرنيان په نخښه کول غواړي.

راوخن شټاين: د نورو بهرنيو ټولنو په څېر موږ هم د خپل امنيت په ډګر کي ډېر ګامونه اوچت کړي دي. موږ پدې خبر يو چي د ښار په هغو سيموکي چي پوځي اډې وي، هلته د بريدونو د ترسره کيدو امکانات ډير وي. که څوک کوښښ وکړي چي د ښار ددغو برخو څخه ځان ليري وساتي نو څوک په پرتليزه توګه ځان خوندي احساسولای سي. خو موږ په دې هم ښه پوهيږو چي سل په سل کي څوک نه سي ډاډه کيدلای. او همدا وجه ده چي اوس پر کابل د ويري فضا حاکمه ده.

دويچه ويلي: هغه مرستندويه ټولني لکه سره مياشت چي د لويديځ سره تړاو لري، د افغانانو لپاره څه کولای سي؟

راوخن شټاين: د یو څه د پيښيدلو څخه وړاندي دغه ټولني څه نه سي کولای ولي چي دغه د امنيتي ځواکونو دنده ده. خو که يو بريد تر سره کيږي نو بيا سره مياشت مرسته کوي. موږ د زياتو حکومتي ټولنو سره ګډ کار کوو او ډير امبولانسونه لرو. په همدې ډول موږ د ګڼ شمير روغتونونو سره کومک کوو. موږ د هډکو يو ستر روغتون هم لرو. موږ کولای سو چي د اړتيا پر وخت اولسي خلکو ته غذا، جامې او شړۍ ورکړو. سره مياشت په جګړه کي ښکېل د ټولو اړخونو سره تماس لري. موږ همېشه د طالبانو سره تماس نيسو او پردې خبره ټينګار کوو چي په بريدونو کي بايد اولسي خلکو ته تاوان ونه رسيږي. که دوی پوځي نخښه په نخښه کوي نو بيا هم بايد پکښي اولسي وګړي خوږ نه سي. موږ هيله لرو چي زموږ دغه غوښتنه به واورېدل سي او دغه ډول بريدونه نور تر سره نه سي.