1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي د یو شمیر ښوونکو درسي اعتصاب

اسماعیل شاکر۱۳۹۴ خرداد ۱۴, پنجشنبه

په کابل کې دیو شمیر ښوونځیو ښوونکو له تېرو درو ورځو راهیسې د کښته معاشونو، د ډیرو درسي ساعتونو او د سرپناه نشتوالي له امله په درسي اعتصاب لاس پورې کړی.

https://p.dw.com/p/1FbpF
Bildergalerie Welt Literatur Tag
انځور: S.Maria/AFP/GettyImages

د ښوونکو په وینا د افغانستان د اساسي قانون له مخې حکومت باید د ښوونکو اړتیاوو ته جدي پاملرنه وکړي، خو په وینا یې اوس د قانون خلاف ښوونکو ته د هغو حقونه نه ورکول کیږي.

د کابل ښار د حبیبیې، استقلال، سردار کابلي، محراب الدین، غازي آدې او ګذرګاه ښوونځیو ښوونکو او دغه راز له ولایتونو څخه هم د شاوخوا ۳۰ ښوونځیو ښوونکو درسي اعتصاب کړی دی.

معترض ښوونکي او یوشمېر مدني فعالان د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵ میلادي کال د جون ۴مه) د کابل په حبیبیې لیسې کې سره راټول شوي وو او د ښوونکو په برخه کې يي حکومت پر ناغیړۍ تورناوه. دغه ښوونکي وايي چې حکومت په دغو درو وځو کې لاهم د هغوی غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.

د معترضو ښوونکو استازي همایون پژمان وویل: «موږ درسي اعتصاب ته اړ شوي یو، زمونږ غږ نه اوریدل کیږي تراوسه د معلمینو هیڅ غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی، مونږ به ترهغې خپل تحاصن ته دوام ورکوو چې غوښتنې مو نه وي منل شوي.»

معترض ښوونکي خبرداری ورکوي چې که غوښتنې يي ونه منل شي، نو پر پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي. دوی د ټول هېواد په کچه له ښوونکو هم غواړي، چې د خپلو حقونو غوښتلو په موخه له دوی سره یو ځای شي.

تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ژمنه کړې وه چې په شپږو میاشتو کې به پرټولو ښوونکو د هستوګنې نمرې ووېشي. دغه راز، نوموړي د ښوونکو د تنخواګانو لوړولو ژمنه هم کړې وه.

خو د پوهنې وزارت وايي چې تر اوسه يي پر ۸۵ زره ښوونکو د هستوګنې نمرې ویشلي دي.

د دغه وزارت د نشراتو او اطلاعاتو رئیس او ویاند محمد کبیر حقمل دویچه ویله ته وویل چې د ښوونکو ستونزو ته يي پام دی او په دې برخه کې يي ځینې ګامونه هم پورته کړي دي: «د ښوونکو ستونزو هواري په موخه پلاوی ګمارل شوی، د درسي ساعتونو کمولو برخه کې ډیر ژر اقدام کیږي خو د ټولو ستونزو حل وخت ته اړتیا لري.»

د کابل ښار د یوشمېر ښوونځیو زده کونکي وايي چې د ښوونکو د درسي اعتصاب اصلي قربانیان زده کونکي دي. دوی پر حکومت غږ کوي چې د ښوونکو ستونزې ژر تر ژره هوارې کړي، چې درسونه يي بیرته عادي حالات ته وروګرځي.

اوسمهال د ټول هېواد په کچه ۱۷۰۰۰۰ ښوونکي په ۱۲۰۰۰ ښوونځیو کې تدریس کوي.