1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل-کندهار پر لويه لار امنيتي ستونزي نوري هم ډيري سوي

۱۳۸۹ مرداد ۲۱, پنجشنبه

د کابل – کندهار پر لويه لاره تلونکې مسافر او موټر چلونکې په دغه مهمه لاره د تګ را تګ پرمهال د غلو، طالبانو او حکومتي عسکرو له چال چلند څخه سرټکوي.

https://p.dw.com/p/Ol0N
دغه لاره چي هره ورځ ورباندي په سلګونو واړه او غټ موټر تګ راتګ کوي د ملک اقتصادي تير بلل کيږي.
دغه لاره چي هره ورځ ورباندي په سلګونو واړه او غټ موټر تګ راتګ کوي د ملک اقتصادي تير بلل کيږي.انځور: AP

هغوئ وايي چي پخوا به يوازي طالبانو دوئ ته ستونزي جوړولې خو اوس حکومتي عسکر هم له دوئ څخه پيسې اخلي او په ساعتونو ساعتونو يې په يوه او بله پلمه د لارې په اوږدوکي ځنډوي.

دغه لاره چي هره ورځ ورباندي په سلګونو واړه او غټ موټر تګ راتګ کوي د ملک اقتصادي تير بلل کيږي.

په داسي حال کي چي افغان دولت څو څو ځله د مسافرو او موټر چلونکو د ستونزو د لري کولو لپاره ټټر وهلي دي خو لا هم هغه زړې ستونزي پر ځاي پاته دي.

يو تن مسافر محمدعلي چي له کابل څخه کندهار ته روان وو دوچه ويلي آلمان ږغ راډيو ته خپل درد داسي بيان کړ.

«والله موږ له کتارو څخه ناراضه يو، امريکايانو هم مشکل راته جوړ کړی، يو په شاجوي کي عسکر ولاړ وي زه يې وړمه ورځ تلاشي کړم، له مسافرو څخه لس زره اخلي، پينځلس زره اخلي، زر افغانۍ هم اخلي، تر چسپيدو ده، په سپينه غبرګه باندي نه ورزو، تر شهر صفا ها خوا د اخوند صاحب په سيمه کې هم غله دي او دې خوا ته ښه ده يو څه نا څه امنيت سته)).

افغانان چي د ډيرو اقتصادي حالت ښه ندي د ملک يوې او بلې څنډي ته د تګ پر مهال له ځمکني ټرانسپورت څخه کار اخلي.

ډيري مسافر وايې چې دوئ د الوتکو د ټکس د اخيستلو توان نه لري او له همدې کبله ځمکنۍ ټرانسپورټ په هوايې هغه که څه هم کړکيچن او له ستونزو ډک دي غوره بولي.

د کابل – کندهار پر لويه لاره د تلونکو مسافرو شکايت ته په تيرو څو کلونو کې يو ځل هم چا غوږ ندي نيولي.

پربدغه لويه لار يو تن موټر چلونکي المان ږغ راډيو ته ويلي دي چي دوئ ته امريکايان، د امنيتي کمپنيو وسله وال کسان، پوليس سرتيري او طالبان ټول په خپل وار سره ستونزې جوړوي او دوئ يې له ژوند څخه زړه توري کړي دي.

په داسي حال کي چي د کورنيو چارو وزارت وياند زمري بشري د يو شيمر مسافرو انديښنې پر ځاي بولي خو آلمان غږ ته يې په خبرو کې وويل چې دی د دغې لاري په اوږدو کي د تلونکو مسافرو لپاره د لويو لارو د پوليسو له نويو تدبيرونو ندي خبر.

د سياسي چارو مبصر عصمت قانع بيا په دې باور دي چې د لويو لارو امنيت بايد د سيمې خلکو ته وسپارل شي، دا ځکه چې هغوي قومې نفوذ لري او کولاي شي چې د کابل – کندهار د لويې لارې امنيت خوندي کړي.

له کابل څخه تر کندهاره غزيدلي سرک چې اوس تل د نا امنيو شاهد وي په ځينو برخو کې د غرونو له خيټې هم تيريږي چې دغه سيمې بيا د موټرو چلونکي او مسافر تر نورو هغو ډيري نا امني او خطرناکې بولي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل