1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابل کنفرانس د ولسمشر کرزي په وينا پرانستل سو

۱۳۸۹ تیر ۲۹, سه‌شنبه

ولسمشر حامد کرزي په خپله پرانستونکې وينا کي دغه کنفرانس ډېر مهم وباله او ويې ويل چي کنفرانس د افغانستان د نړيوال ملګرتوب د ژورتيا او پراخېدني د يو نوي پړاو په معنا شمېرل کيږي.

https://p.dw.com/p/OPfJ
ولسمشر حامد کرزی او د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون
ولسمشر حامد کرزی او د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مونانځور: AP

د کنفرانس مشري به د دغو دواړو شخصيتونو تر څنګ د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ستيفن د ميستورا او د افغانستان د ماليې وزير عمر زاخيلوال کوي.

ولسمشر حامد کرزي په خپله پرانستونکې وينا کي دغه کنفرانس ډېر مهم وباله او ويې ويل چي کنفرانس د افغانستان د نړيوال ملګرتوب د ژورتيا او پراخېدني د يو نوي پړاو په معنا شمېرل کيږي.

دکنفراس په اجنډا کي د افغانستان د امنيتي ځواکونو پياوړتيا، سياسي اصلاحات، د طالبانو او نورو مخالفينو سره پخلاينه، غوره حکومتوالي او واکمنتيا، او د اداري فساد او درغليو سره مبارزه يې مهم ټکي دي.

کرزي په خپله وينا کي زياته کړې چي حکومت به يې بتر 2014 ميلادي کال پوري بشپړه توګه امنيتي مسووليت په خپله غاړه واخلي.

هغه د بسپنه ورکونکو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چي د افغانستان سره د مرستو ډير واک دي افغان حکومت ته په واک کي ورکړي.

کرزي وويل:«موږ خوشاله يوچي نړيوالي ټولني په څانګړي ډول د امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې چي پنځوس په سلو کي مرستي به په راتلونکو دوو کالونو کي د افغانستان دکورنۍ بودجې د لارې ورکوي.»

کرزي زياته کړه زموږ نظام ډېر بياوړی دی او لا ښه کيږي. موږ دې ته ژمن يو چي د مرسته کونکو سره ګډ کار وکو،او هغوﺉ ته ډاډ ورکو چي پيسې دي د حکومت د بودجې د لاري په مصرف ورسوي.

په کنفرانس کي د۵۷ هېوادونواستازو ګډون کړی، چي په هغوﺉ کي څلويښت تنه د بهرنيو چارو وزيران راځي او ۱۱ تنه د سيمه يزو او نړيوالو ټولنو استازي لکه ملګري ملتونه چي سرمنشي يې تشريف وروړی دی.

امنيتي وضع

سهار وختي د کابل پر هوايي ډګر باندي د توغنديو بريد وسو، چي له امله يې بايد بانکي مون او د سويډن د بهرنيو چارو وزير کارل بيلدټ دواړو يوڅو ساعته انتظار ايستلی وای.

کارل بيلډټ په خپل ويبلاګ کي ليکلي دي چي الوتکه يې د بريد له امله د باګرام اډې ته ولېږل سوه او بيا د بانکي مون سره يو ځای په چورلکه کي کابل ته ورسېدل.

د ډېنمارک د بهرنيو چارو وزيره قزاقستان ته ولېږل سوه. مېرمن لېنې ايسپرسن اوس په کنفرانس کې ګډون نه شي کولای.

AG/ نسيم صابر

کتونکی. زيارمل