1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کابينې په ټاکلو کي تلوار په کار نه دی»

عبدالباري حکيم۱۳۹۳ دی ۹, سه‌شنبه

په داسې حال کې چې د ولسمشرمحمد اشرف غني د ملي یووالي حکومت د پاسه درې میاشتې تیريږي، تراوسه لا د هغه دکابیني غړي معلوم نه دي. خو د غني ویاند نظیف الله سالارزی وايي چې په دې اړه د «تلوار» پرځای «دقت» لازم دی.

https://p.dw.com/p/1EDBU
انځور: Reuters

د افغانستان د ملي یووالي حکومت وزارتونه او د ولایاتو حکومتې ادارې د «سرپرستانو» له خوا اداره کیږي چې اجرائي صلاحیتونه يې ډیر محدود دي. په دغه هيواد کي د کابينې د تر اوسه نه جوړيدو له کبله چارې ډير ورو رواني دي.

د افغانستان د خلکو او پارلمان د استازو شکایتونه راپورته شوي دي چې ولي د «ملي یووالي حکومت» پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او خپله کابینه نه معرفي کوي. څارونکي د کابینی په جوړیدو کې ځنډ د نوي حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلاف نښانه ویني. خو د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزی دغه ډول انگیرنه بې ځايه بولي او وايي چې د ملي یووالي د حکومت دواړه مهم اړخونه هڅه کوي چې داسي یوه کابینه جوړ شي چې د خلکو د «خدمت وړتیا» ولري.

سالارزي له دویچه ویله سره په تليفوني خبرو کي وويل: «ډير ژر به نوې کابینه د افغانستان د خلکو د خدمت له پاره معرفی شي. د دی هدف له پاره یو شمیر مسایل دي چې باید په پام کې نیول شوي وای. ولسمشر له ټولو اړخونو لکه سیاسي مشران، مذهبي مشرانو، قومي مشرانو، د هغه د سیاسي متحدانو، د ملي وحدت همکارانو او د مدني ټولنې له استازو سره سلا مشور پای ته ورسولې.» سالارزي یادونه وکړه چې له دغو ټولو سره د کابینې د غړو د «معیارونو» او دا چې هغوی څه «خصوصیات» ولري خبري وشوې.

د وزیرانو ليست اوږد دی

د ملی یووالي حکومت د هوکړه لیک له مخې ولسمشر او د هغه د اجرائیه رئیس دواړه د کابینې د غړو په ټاکلو کې ونډه لري. د کابینې د جوړلو او پارلمان ته د هغې د معرفۍ له پاره ولسي جرگې د ملي یووالي حکومت مشرانو ته یوازي یوه اونۍ وخت ورکړی وو، چې که دا کار ونه کړي نو«پارلمان به اړین اقداماتو» وکړي. که څه هم د ولسي جرگې دغه ضرب الاجل عملي بڼه غوره کړې نه ده، خو د ولسي جرگې رئیس عبدالروف ابراهيمي د اجرائیه چارو له رئیس عبدالله سره ولیدل.

د دغی لیدنې کتنې د خبرو اترو بشپړ جزئیات روښانه شوي نه دي، خو د اجرائیه چارو ریاست د ویب پاڼي د یو رپوټ له مخي یوازي دومره ویل شوي دې چې عبدالله د پارلمان استازو ته وویل چې هغه د خپله اړه د کابینې لیست بشپړ کړی دی. هغه له ولسمشر غني سره د خپلو خبرو په اړه وویل: «کله چې موږ د کانديد وزیرانو په هکله خبري وکړې، پرته له دوو کانديد وزیرانو څخه نور بشپړ شوی نه وو.» د افغانستان د رسنیو د رپوټونو له مخې دواړو مشرانو تراوسه پوري یوازي پر دوو وزیرانو توافق ته رسیدلي دي. دا چې دغه کوم وزارتونه دي په رسمي توگه تر اوسه پوري معلوم نه دي.

د غني ویاند سالارزي له دویچه ویله سره په خبرو کي دا ومنله چې د کانديد وزیرانو یو لیست شته، خو وروستۍ پریکړه تر اوسه نه ده شوې: «د کاندید وزیرانو لیست خورا اوږد دی، د هر وزارت له پاره څو کاندیدان دي، کله چې وروستی تصمیم په دې اړه ونیول شي، موږ به يې تاسو سره انشاء الله شریک کړو.»

په ولسي جرگه کې د کندهار ولایت استازی عبدالرحیم ایوبي دویچه ویله ته وویل چې د کابینې د غړو د نه معرفي کولو دلیل «دقت» نه بلکي د دواړو مشرانو تر منځ اختلاف دی: «ډاکتر صاحب اشرف غني کوښښ کوي چې د ملی امنیت ریاست، د دفاع او د کورنیو چارو وزارتونه له ځان سره وساتي، خو ډاکتر صاحب عبدالله يې ور سره نه مني چې درې سره امینتی او کشفي ارگانونه له اشرف غني سره وي.»

ایوبی وویل چې د اختلاف بل ټکی د اجرائیه چارو ریاست په صلاحیتونو کې دی: عبدالله له ولسمشر څخه غوښتنه کړې ده چې یو «تقنیني فرمان صادر کړی، څو د هغه صلاحیتونه معلوم شي. دغه راز هغه د اجرائیه ریاست له پاره د یو تقریباً۷۵۰ کسیز تشکیل غوښتنه کړي.» ایوبي یادونه وکړه د اشرف غني له پاره به دا ډيره سخته وي چي دغه غوښتنه ومني.

په داسي حال کې چې د نړیوالو ځواکونو د جنگي عسکرو له وتلو سره، امنیتي مسئولیت افغان امنيتي ځواک پر غاړه اخلي، د ملی یووالي حکومت د نامعلومي کابینې له کبله د یوې مصونې راتلونکي له پاره د عامو افغانانو اندیښنې ورځ تر بلي ډېريږي.