1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابینې نویو۱۶ وزیرانو لوړه وکړه

عارف فرهمند۱۳۹۴ اردیبهشت ۱, سه‌شنبه

د افغانستان د ملي یووالي دحکومت نویو ۱۶ تنو وزیرانو چې د شنبې په ورځ یې له پارلمان څخه د باور رایې اخیسته وه، د جمهوري ریاست په ارگ کې لوړه وکړه. خو د دفاع وزارت ته لا تر اوسه کوم څوک نه دی نومول شوی.

https://p.dw.com/p/1FBft
انځور: AP

د کابینې د نویو وزیرانو د لوړې مراسم د سه شنبې په ورځ د ارگ په ماڼۍ کې د ولسمشر محمد اشرف غني پر وړاندې تر سره شول. د ولسمشرۍ د دفتر د رپوټ له مخې په دغه مراسمو کې پر اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سربیره د ولسمشر دواړو مرستیالانو او د اجرائیه رئیس لومړي مرستیال هم گډون درلود.

د ولسمشرۍ د دفتر د رپوټ له مخې د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا، دلوړو زده کړو وزیرې ډاکټرې فرېده مومند، د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي، د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر عبدالباري جهاني او د انرژۍ او اوبو وزیر انجنیر علي احمد عثماني لوړه وکړه.

رپوټ زیاتوي چې همداشان د ښاري او کور جوړولو چارو وزیر سید سعادت منصور نادري، د کار، ټولنیزو او د شهیدانو او معلولینو چارو وزیرې نسرین اوریاخیل، د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري، د ترانسپورت او هوایي چلند وزیر ډاکټر محمد الله بتاش، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، د عدلیې وزیر ډاکټر عبدالبصیر انور، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي، د فواید عامې وزیر انجنیر محمود بلیغ، د نشه یي توکو پرخلاف د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل هم د وفادارۍ لوړه وکړه.

په دې ترتیب د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو کابو اووه میاشتې وروسته د کابینې زیاتې څوکۍ ډکې شوي دي او حکومتي چارواکو ژمنه کړې ده چې ډیر ژر به د دفاع وزارت ته نوماند ولسي جرگې ته وروپیژندل شي.

د ملي یووالي د حکومت د جوړیدو د توافقنامې پر اساس ولسمشر او اجرائیه رئیس په مشورې سره د کابینې وزیران معرفي کیږي، خو ویل کیږي چې د خپلمنځي اختلافاتو له کبله د کابینې معرفي کولو ډیر وخت ونیو.

له بل اړخه ډیر شمیر ادارې په شمول د ولایتي ادارو د سرپرستانو له لوري ادارې کیږي. خلک او د پارلمان استازي شکایت کوي چې د ولایتي چارواکو نه تعینیدو له کبله په حکومتي چارو کې بندش رامنځ ته کړی دی.