1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کابینې په معرفي کې ولې ځنډ رامنځ ته شوی

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ آبان ۲۶, دوشنبه

افغان ولسمشر په ټاکل شوي وخت کې د کابینې په معرفي کولو کې پاتې راغلی. هغه اوس په حکومت کې په پراخو اصلاحاتو بوخت دی.دا په داسې حال کې ده چې چارواکی او کارپوهان وايي چې افغان حکومت تر اوسه د ستراتیژي له نه لرلو څخه کړیده.

https://p.dw.com/p/1DoaI
انځور: Reuters

د کابینې په معرفي کولو کې ځنډ داسې اندیښنې پیدا کړي دي چې اوس هم د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، تر منځ اختلافات موجود دي. خو دیپلوماتان وایي چې دواړه مشران اوس د حکومت په کابینه کې د لویو بدلونو رامنځ ته کولو په حال کې دي. پر دې سربیره هغوی د اقتصاد او ټولنیزې پالیسۍ په برخه کې هم د پراخو بدلونونو راوستلو هڅه کوي ترڅو په دسمبر میاشت کې د لندن کنفرانس ته له لاس ته راوړنو سره ولاړ شي.

د عبدالله عبدالله ویاند مجیب الرحمان رحیمي، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلی دي: «[د عبدالله او غني تر منځ] کوم بن بست او یا هم د نظر توپیر شتون نه لري.» هغه زیاته کړې ده، دا چې یوه کارا او مسلکي کابینه رامنځ ته شي نو وخت ته اړتیا شته.

چارواکو او کارپوهانو ویلي دي چې تر اوسه پورې د لوړ پوړو مشاورینو د گومارنې چارې روانې دي، تنظیموونکي بنسټونه جوړشوي، د وزارتونو دندې تعریف شوي او ۲۴ وزارتونه ۱۸ ته راکم کړی شوي دي.

عبدالله عبدالله ته یوه نزدي چارواکي د خپل نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي چې یوازې د دغو ټولو چارو تر بشپړیدو کیدای شي چې سم کسان پر سمو دندو وگومارل شي.

محمد اشرف غني د روان کال په سپتمبر میاشت کې د افغانستان د ولسمشر په توگه لوړه وکړه. هغه ژمنه وکړه چې په خپل حکومت کې به له اداري فساد او د خپل خپلوانو له په کار گومارنې سره مبارزه وکړي. د اسوشتېد پرس خبري آژانس په خپله څیړنیزه مقاله کې لیکلي دي چې اشرف غني ته له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي، څخه یو خراب اقتصاد، پیاوړی اداري فساد، پر حکومت د خلکو لږ باور او پیاوړي طالبان په میراث پاتې دي.

غني تر ټاکل کیدو وروسته ویلي وو چې د ۴۵ ورځو په جریان کې به خپله نوې کابینه معرفي کړي. د هغه ویاند نظیف الله سالارزي، ويلي دي چې ولسمشر تر اوسه پورې له ۸۰ څخه ډیرو لوړپوړو دولتي چارواکو سره لیدلي دي او له هغوی څخه یې غوښتي دي چې خپلې دندې معرفي کړي. سالارزي زیاته کړې ده: «هغوی وویل چې تر اوسه پورې د داسې دولتي بنسټونو د رامنځ ته کولو له پاره سیاسي اراده موجوده نه وه چې په نورمال ډول خپل کار پر مخ یوسي او حساب ورکړي.»

تر اوسه پورې غني په خپل نوي حکومت کې یو شمیر لوړپوړي سلاکاران پر دنده گومارلي دي. په هغوی کې د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر او د ملي اقتصاد مشاور حضرت عمر زاخیلوال شامل دي.

د نوموړې خبري آژانس د رپوټ له مخې د ولسمشر غني په کابینه که به یو شمیر لوړ پوړي مقامونه ښځو ته هم ورکړل شي. خو داسې هم ویل کیږي چې د ښځو وزارت چې ډیر شمیر یې غیر موٍثره بولي، ښايي له منځه ولاړ شي.

یوه لویدیځوال دیپلومات ویلي دي چې غني او عبدالله غواړي د لندن تر کنفرانس مخکې د خپلې کابینې ډیر شمیر وزیران وپیژني. تمه کیږي چې ولسمشر غني به د لندن کنفرانس ته له لاس ته راوړنو سره ولاړ شي.

تر اوسه پورې ولسمشر غني له دیپلوماتیک نظره سعودي عربستان، چین او پاکستان ته له سفر کولو سره ځیرکي ښولې ده. هغه هڅه کوي چې تر ډیره بریده پورې د همدې هیوادونو له لارې د طالبانو ستونزه حل کړي. پر دې سربیره هغه توانیدلی دی چې د کابل بانک قضیه هم چې څه نا څه یو میلیارد ډالر په کې ورک شوي وو، حل کړې ده.

په داسې حال کې چې د کابېنې په معرفي کولو کې ځنډ ډیر شمیر کسان اندیښمن کړې دي، خو چارواکي بیا وایي چې د معقولو او د منلو وړ کسانو د معرفي کولو له پاره وخت ته اړتیا شته.

یوه لویدیځوال دیپلومات ویلي دي: «غني غوره گڼي چې د ولسمشر کرزي د واکمنۍ پر مهال وزیران، په خپلې نوې کابینه کې و نه لري. زه فکر نه کوم چې عبدالله دې له دې موضوع سره موافق وي.»