1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کادیما ګوند د اسرائیلو له حکومت څخه وزي

۱۳۹۱ تیر ۲۸, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/15ZUL

د عسکری مکلفیت پر سر د راپورته سوې لانجې له کبله په اسرائیلو کې د کادیما ګوند پرېکړه وکړه ېی نور به د ملي اتحاد له ګوند سره کار نه کوي. د صدراعظم بینیامین نتنیاهو هغه پیشنهادونه چې اولترا اورتودوکسه ځوانان باید پس له ۲۳ کلنۍ د عسکري مکلفیت ته مجبوره سي، د کادیما له پاره کافي نه دي. دوی غواړي چې د یهودانو ټول مذهبي کسان باید د عسکری مکلفیت ته غاړه کښېږدي. هغوی د ۱۹۴۸ میلادي کال یعني د اسرائیلو د خپلواکۍ د اخیستلو راهیسي د دغه مکلفیت څخه خلاص دي. د نتنیاهو حکومت به په پارلمان د کادیما له ګوند څخه پرته ډېر لږ اکثریت ولري.