1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کارګرانو نړيواله ورځ نور خپل پخوانی اهميت نلري

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۱, جمعه

پر بين امللي اقتصادي بحران سربيره د جرمني دکارگري اتحاديو غړی ندي اضافه سوي ،او عايدات يې هم تر پخوا کميږي

https://p.dw.com/p/HiH2
په جرمني کي د می په اوله هم د «کار دټولو او مساعد معاش » تر عنوان لاندي ،مظاهرې تر سره سوې
په جرمني کي د می په اوله هم د «کار دټولو او مساعد معاش » تر عنوان لاندي ،مظاهرې تر سره سوېانځور: AP

د می لومړۍ نېټه چې د کار نړيواله ورځ بلل کيږي، په آلمان کې يوه رسمي د رخصتۍ ورځ ده چې په ترڅ کې يې کارکوونکو ته په عادي ډول معاش ورکول کيږي . کارګران د دغې لاسته راوړنې له امله خوښ او خوشاله دي . خو ټولنيز تاريخپوه پروفيسر کلاوس تېن فېلدهء وايي چې د رخصتۍ دغي ورځي د ډېرې مودې راهيسي د خلکو په شعور کې خپل اهميت د لاسه ورکړی دی .

«د کارگرانو هغه پخوانۍ او ژوره عنعنه چې دغه مېله به يې د کال په اوږدو کې د اوج ټکی و، خپل ارزښت د لاسه ورکړی دی . دغه دود تقريبا د منځه تللی دی . »

د مسلکي کارکوونکو په ټولنه کې د تېرو څو لسيزو په ترڅ کې د کارگرانو هويت او د هغوی تصورات هم بدل شوي دي .

«مسلکي کارګران ، چې پخوا يې د می د اولې نېټې له غورځنگ څخه ملاتړ کاوهء، هغوی نن سبا منځني قشر ته ختلي دي .»

خو د نړيوال مالي او اقتصادي بحران په زمانه کې د ټولنې متوسط قشر هم د کار د وختونو لنډول او د کارځايونو د منځه تگ محسوسوي . له دې کبله بايد د کارگرانو اتحاديې د ټولنيز تاريخپوه تېن فېلدهء په وينا په دې کې علاقه ولري چې :

«د روان او تېر کال گواښونه په زغرده کارکوونکو ته وروښېي اوورته يې په گوته کي . ځکه چې خاصتاً د اقتصادي رکود په وخت کې کارځايونه په خطر کې دي . د کارگرانو مظاهره د می په لومړۍ نېټه يو ښه فرصت دی چې د هغوي غوښتنې مطرح او څرگندې سي .»

د اقتصادي بحران سره سره د کارگرانو د اتحاديو د غړو شمېر نه دی زيات شوی . په 1991 م کال کې د DGB په نامه د آلمان د کارگرانو عمومي اتحاديې 12 مليونه غړي درلودل چې د جرمني په تاريخ کې تر ټولو لوړ رقمؤ . خو په ورپسې کالونو کې دغو د کارگرانو بېلابېلو اتحاديو نيمه برخه غړي د لاسه ورکړل . په عمومي ډول يوازي 18 په سلو کې کارکوونکي د دغو اتحاديو غړي دي . اوس د اقتصادي بحران په وخت کې يو وار بيا دغه بېره موجوده ده چې د غړو شمېر به لا پسې کم شي . کله چې د خلکو سره پيسې لږې وي، نو د غړيتوب ونډه يا حق العضويت هم سپمول کيږي . پروفيسر کلاوس تېن فېلدهء دغه خبره تاييدوي :

«غړي په همدې ترتيب د خپلو گټو خلاف کار کوي . کله چې د اتحاديې ملاتړ ته ضرورت لري، نو د ډېرو دلايلو له مخي، چې پيسې هم په کښې مهم نقش لوبوي، هغوی فاصله نيسي . اتحاديې هم حق العضويت د سړي څخه غواړي . دا ټکی بايد د ياده ونه باسو . »

که يو زيات شمېر کارگران د اتحاديو غړيتوب د لاسه ور هم نه کي، خو د کار د وختونو لنډول سربېره پر دې د حق العضويت او د اتحاديو د عايداتو د کموالي سبب گرځي . د اوسپنې او فولادو اتحاديه په آلمان کې د پنځو مليونو يورو کمو عايداتو اټکل کوي . په داسي حال کې چې اقتصادي بحران نړيواله بڼه لري، خو بيا هم ټولنيز تاريخپوه تېن فېلدهء د اتحاديو نړيواله همکاري گټوره نه بولي :

«دا کار له ډېرو ستونزو سره مل دی . د کارگرانو د اتحاديو جوړښتونه ملي بڼه لري . د معاشونو کچه په ملي چوکاټ کې د کارگرانو له اتحاديو سره تعينه شوې ده . »

Deuse/ صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري