1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کاناډا حکومت په بشري جرمنو تورن سوي

۱۳۸۹ آذر ۹, سه‌شنبه

د کاناډا د حکومت مخالف ګوند، د دوشنبې په ورځ د دغه هيواد حکومت هغه مهال تر سختو نيوکولاندي ونيوی، چي ويل کيږي کاناډايي پوځيانو په افغانستان کي، ماشومان د طالبانو سره د اړيکو په تور نيولي دي.

https://p.dw.com/p/QLwC
انځور: PREDA

د هغوی په خبره ماشومان يې تر نيولو وروسته يو افغان امنيتي ارګان ته، چي د بنديا نو سره په بد چلنۍ تورن دی سپارلي دي.

دغه بربنډوني په داسي حال کي ترسره کيږي، چي ويل کيږي د افغانستان په جنوب کي د کاناډايي سرتيرو پوځي عمليات په راتلونکي کال کښي پای ته رسيږي.

د کاناډا د حکومت لپاره د دې خبري معلومول چي ايا کاناډايي سرتيري په دي پوهيدل چي افغان چارواکو ته سپارل سوي بنديان به د بد چلنۍ سره مخ سي که څنګه، ډير ستونزمن بريږي.

کاناډايي چارواکو ويلي دي، چي دوی ځيني افغان بنديان په افغانستان کي د ملي امنيت ادارې ته سپارلي دي. دغو چارواکو همدا زار زياته کړې چي کاناډايي پوځيانو به دغه بنديان افغان چارواکو ته نه وای سپارلي، که چيري هغوی شک درلودای چي سپارل سوي بنديان به تر شکنجې لاندي نيول کيږي.

تير کال يو کاناډايي ديپلومات ويلي ول چي ده په 2006 کال کي، خپل هيواد خبر کړی و چي د افغانستان د ملي امنيت اداره، د بنديانو سره بد چلند درلودی.

په همدې اساس، د کاناډا د حکومت مخالف ګوند، د دغه هيواد حکومت تر سخت فشار لاندي نيولی دی.

کاناډايي سياستوال، توماس مالکير، وايي چي، کاناډايي سرتيري په دقيقه توګه پوهيدل چي د افغانستان د ملي امنيت اداره بنديان تر شکنجې لاندي نيسي. پر دې سربيره هم ولي کاناډايي سرتيرو ماشوم بنديان دغي ادارې ته وسپارل؟ څومره ماشومان نيول شوي ول؟ څومره ماشومان افغان چارواکو ته تسليم سوي ول؟ څومره ماشومان تر شکنجي لاندي نول سوي ول؟

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير، لاورينس کانن، دغو پوښتونو ته په مستقيمه توګه ځوابونه ورنکړل، خو هغه وويل چي د کاناډا او افغانستان حکومتونه موافقه لري ترڅو په دغه هيواد کي د بنديانو وضعيت په ګډه تر څارني لاندي ونيسي.

يو راپور چي د کانادا د دفاع وزير، پيتر مکي، د مارچ په مياشتي کي ترلاسه کړي وه، په کښي راغلي ول چي اوس مهال افغان ماشوم بنديان په جلا مرکزونو کښي ساتل کيږي نه د ملي امنيت تر ادارې لاندي په زندانونو کښي چي په کندهار کښي دي.

د کاناډا د دفاع د وزارت يوې وياندي ويلي دي چي طالبان د زور زياتي څخه په کار اخيستو، هغه کسان چي سن يي تر 18 کلونو ټيټ وي دې ته مجبوروي چي د دوی سره په جګړه کي ونډه واخلي او يا خو هم ځانمرګي بريدونه ترسره کړي.

په هغه راپورت کي چي د کاناډا د دفاع وزير ته وړاندي سوی، ليکل سوي چي ځيني ماشومان د کاناډايي پوځيانو لخوا د يو مشخص وخت لپاره ساتل سوي دي. خو رسنو ته د دغو ماشومانو شمير او د دوی د ساتلو دقيق وخت نه دی ويل سوي.

کاناډا په کندهار کښي 2800 سرتيري لري، چي تراوسه پوري يي 153 عسکر په افغانستان کښي له لاسه ورکړي دي.

د کانادا پوځي عمليات په افغانستان کښي په راتلونکي کال کښي ختميږي، خو 950 سرتيري به تر 2014 کال پوري په افغانستان کښي پاته سي، ترڅو د افغان پوځيانو په روزنه کښي مرسته وکړي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکی: نجيب الله زيارمل