1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کاناډا ماموريت په روانه اونۍ کي پای ته رسږي

۱۳۹۰ تیر ۱۴, سه‌شنبه

د رواني اونۍ په پای کي په افغانستان کي د کاناډايي ځواکونو ماموريت تر نهه کاله وروسته د 157 سرتيرو په وژلو او 11 ميليارده ډالرو په مصرف پای ته رسيږي.

https://p.dw.com/p/11p2Q
د کاناډايي ځواکونو تشه به امريکايي عسکر ډکوي
د کاناډايي ځواکونو تشه به امريکايي عسکر ډکويانځور: picture-alliance/ dpa

په رسمي توګه د کاناډا سخت جنګي ماموريت، پر افغانستان د امريکا په مشرۍ د نړيوالو ځواکونو تر بريد وروسته په 2002 م کال کي پيل سوی و، او د رواني اونۍ د پنجشنبې په ورځ به پای ته ورسيږي.

دا پداسي حال کي ده چي د افغانستان د جنګ د صحنې څخه نورو لويديځو هيوادونو هم د خپلو سرتيرو د را ايستلو د پيل اعلان کړی دی.

د افغانستان په جگړه کي د وژل سوو کاناډايي ستيرو تابوتونه
د افغانستان په جگړه کي د وژل سوو کاناډايي ستيرو تابوتونهانځور: AP

شاوخوا 3000 کاناډايي سرتيري د افغانستان په نا ارامه جنوبي ولايت کندهار کي ميشت دي.

دغه ځواکونه به په نږدې اونيو کي خپلي ټولي گزمې پای ته ورسوي او د کندهار په پوځي اډه کي به بيرته کور ته ستنيدو ته تياری نيسي.

تيره مياشت د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما هم اعلان کړي وو چي د 2012 م کال تر دوبي به د افغانستان څخه خپل 33 زره سرتيري را وباسي. په پام کي ده چي د 2014 م کال تر پايه به ټول بهرني ځواکونه د امنيتي چارو مسؤليت افغان ځواکونو ته وسپاري.

په پام کي ده چي کاناډا به خپل د جګړې ډګر امريکايي ځواکونو ته وسپاري، دغه ځواکونه په دې ټينګار کوي چي د کندهار په نا ارامه ولايت کي، چي د طالبانو پوخ سنګر ګڼل کيږي، د خپل ماموريت په وخت کي ډيري لاس ته راوړني لري.

د کندهار په يو کلي کي د گزمې پر مهال
د کندهار په يو کلي کي د گزمې پر مهالانځور: AP

د کاناډا لومړي وزير سټيفن هارپير د 2008 م کال په يو سياسي بحث کي په ښکاره ډول په 2011 کال کي د افغانستان څخه د کاناډايي سرتيرو د را ايسلتو خبره کړي ول.

په پاکستان کي د اسامه بن لادن تر وژل کيدو وروسته د کاناډا لومړي وزير په افغانستان کي د خپلو سرتيرو څخه ليدنه کړې وه او ويلي يې ول، چي د ده په باور دغه جنګ ځپلی هيواد نور د نړيوالي ترهګرۍ سرچينه نه ده.

کاناډايي سرتيري په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو د لويو ونډه لرونکو سرتيرو څخه دي چي په روان کال کي د افغانستان څخه خپل سرتيري باسي.

د کاناډايي پوځيانو يو بل جلا 950 کسيز ګروپ چي په پلازمېنه کابل کي د افغان امنيتي ځواکونو په روزولو بوخت دی، تر يو وخته پاته وي.

اژانسونه/ سيد رياض

کتونکي : نجيب الله زيارمل