1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانکور په آزموینه کې ناکام کسان انديښمن دي

حسین سیرت۱۳۹۳ فروردین ۲۰, چهارشنبه

د کانکور په سږنۍ آزموینې کې ۹۱ زره ناکامه شوي کسان تر راتلونکي کانکور پورې په دولتي پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو هیڅ چانس نه لري. د دغو ځوانانو له ډلې څخه ډیر شمیر یې په خصوصي پوهنتونو کې د زده کړو مالي توان هم نه لري.

https://p.dw.com/p/1BeNE
انځور: DW

ډیر شمیر هغه ځوانان چې د کانکور په آزموینه کې ناکامه شوي دي وایي چې د لوړو زده کړو په خصوصي موسسو کې د تحصیلاتو د ادامې اقتصادي توان نه لري. محمد عقیل د سږني کانکور د ناکامو شویو کسانو په ډله کې دی. هغه وایي چې د ۹۱ زرو ناکامو شویو کسانو له ډلې څخه ډیر شمیر به یې د افغانستان پر بیکارانو ورزیات شي: «هغه کسان چې ناکامه پاتې دي بیکاره دي. کسب او کار هم نه شته. یا خو به په نشه یی موادو روږدې شي او یا خو به هم بهرنیو هیوادونو ته ولاړ شي. په دې منځ کې اصلي گناه کار د لوړو زده کړو وزارت دی.»

په سږني کانکور کې ۲۲۹ زره کسانو گډون کړی وو چې له ډلې څخه یې ۱۱۰ زره د دولسم ټولگي زده کوونکي وتوانیدل چې د لوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو ته لار ومومي. پر دې سربیره به ۲۵ زره نور فارغان د لوړو زده کړو د وزارت له خوا په یوه تخفیف خصوصي پوهنتونونو ته وروپیژندل شي.

خو د دولسم ټولگي ۹۱ زره نور فارغان چې په کانکور آزموینه کې یې گډون کړی وو پاتي راغلي دي او د لوړو زده کړو د دوام هیچ چانس نه لري. لیمه عظیمي هم د ځوانانو له ناکامیدو او بې سرنوشتۍ څخه شکایت لري: «ډیر شمیر ځوانان ناکامه پاتې دي. په دې شرایطو کې د کار ځایونه نه شته او چا ته وظیفې نه پیدا کیږي. ځوانان له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي.»

د کانکور په آزموینه کې درغلۍ

په سږني کانکور کې د درغلیو پیښې هم ډیرې وې چې په هرات او لوگر ولایتونو کې یې له کبله د دې آزموینې پایلې باطلې اعلان شوې او د دویم ځل له پاره آزموینه واخیستل شوه.

د کانکور گډونوال هم له همدې موضوع سر ټکوي او وایي چې پخپله د دې شاهدان ول چې یو شمیر کسانو د سوالونو ځوابونه وختي ترلاسه کړي ول. شیر محمد وایي: «سږ کال او تیر کال ما پخپله ولیدل چې پیسې مطرح وې. پخپله ما ته څو وارې زنگ راغی چې ایا د سوالونو ځوابونه مې په کار دي او که نه. ما وویل چې نه، نه مې دي په کار. یوه ملگري مې ځوابونه اخیستي وو خو گیر راغی.»

دا په داسې حال کې ده چې د لوړو زده کړو وزارت وایي چې د کانکور پایلې شفافه دي او تقلب په کې نه دی شوی. دغه وزارت زیاتوي چې په هغو ځایونو کې چې تقلب شوی وو، د کانکور پایلې یې باطلې اعلان شوې. د دې وزارت د ویاند مرستیال خیر محمد عبیر، وایي چې زده کوونکي د ظرفیت له مخې پوهتونونو ته کامیاب شوي دي.

د عبیر په خبره هغو کسانو چې له ۵۰ څخه لږې نمرې ترلاسه کړي دي نه شي کولای چې د لوړو زده کړو په دولتي موسسو کې تحصیل وکړي. له بلې خوا یو شمیر کامیاب شوي زده کوونکي هم وایي چې ناکامو شویو کسانو په کافي اندازه درس نه وو ویلی او له همدې کبله پوهنتون ته په لار موندنې نه دي توانیدلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب