1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانګو د اله ګوله اچوونکو مشران د جزا په نړيوال تريبيون يا محکمه کی

۱۳۸۷ بهمن ۹, چهارشنبه

د دوشنبې په ورځ د جنورۍ د مياشتې په 26 نيټه ، د دن هاګ نړيوالې محکمې، د کانګو د اله ګوله اچوونکو د پخواني مشر توماس لوبنګا محاکمه پيل کړه.

https://p.dw.com/p/GhvH
د کانګو د اله ګوله اچوونکو د پخواني مشر توماس لوبنګا
د کانګو د اله ګوله اچوونکو د پخواني مشر توماس لوبنګاانځور: AP

په دغه نړيواله محکمه چې اوه کاله مخکې يی بنسټ ايښودل شوی دی، دا لومړنۍ عمده محکمه ده. 48 کلن لوبنګا بايد په 2002 او 2003 کلونو په ترڅ کې د کانګو په ختيځو ايالتونو کې د څه ناڅه 30000 ماشومانو لپاره ځواب ورکړی، چې د سرتيرو په توګه يي ترې کار اخيسته. دغه ماشومان مجبور کړای شويدی چې په وژلو، جنسی تيريو، غلا او ورانولو لاس پورې کړی. د جزا نړيواله محکمه د نسل وژنې، جنګی جرمونو او د سړيتوب په وړاندې جنايتونه تر څيړنې لاندې نيسی. دغه محکمه هغه وخت جوړيږی، چې د جرم د لامل سزا په ملی کچه ممکنه نه وی.

په داسې حال کې چې د جزا نړيواله محکمه د کانګو يو ستر جګړه مار چې تر اوو اونيو مخکې له خپل لښکر سره د مرکزی حکومت په وړاندې جنګيده، د محکمې ميز ته کاږی، په افغانستان کې د جنګی جنايتونو تورنان په اصطلاح په قانونی ډول يو بل بښی او په روښانه توګه او د رسنيو په وړاندې له خپلو تيرو عملونو څخه دفاع کوی. په جنګی جنايتونو او بشری ضد جنايتونو د تورنو کسانو هيڅ يوه محاکمه بايد د جګړې په سختيدو او وينې توييدو ختمه نه شی، بلکې سوله او سوکالی تأمين کړی. خو له عدالت پرته سوله هم تر اوسه د نړی په کوم ګوټ کې نه ده ليدل شوې.

د « تاريخی» وړه وينه د دوشنبې په ورځ داسې د ټولو په خوله ګرځيده چې د مدعيانو نه نيولې بيا د محکمې ناظرانو او وکيلانو د قربانيانو د نامه په اړوند هغه تکراروله. د حقوقی او عدلی مسايلو په تأريخ کې دا لومړی ځل دی چې په يوه نړيواله محکمه کې د څارنوال تر څنګ خپله قربانيانو ته هم اجازه ورکول کيږی چې د تورنانو په وړاندې د دعوا اقامه وکړی.

93 تنه پخوانی ماشومانو او ددوی پلرونو او ميندو په نړيواله محکمه کې ددې ادعا کړيده چې کله دغه نجونې او هلکان نه، لس او دولس کلن وو، د توماس لوبنګا او دده د مليشه وو لخوا د وژونکو په حيث روزل شويدی.

کانګويي قاضی تريوی دياکيسې په دې نظر دی چې ددوی ډير له روحی ستونزو سره مخامخ شوی، ددغو پيښو او يادونو بيرته په ياد راوړل سخت دی، په عين وخت کې دوی ډير خوښ دی چې په دن هاګ کې ددوی خبرې اوريدل کيږی.

نوموړﺉ قاضی وايي: «ښايي يوه ورځ په کانګو کې جګړه پايته ورسيږی، خو هغو ماشومانو ته چې دغو جګړو ته استول شوی، دغه جګړه او د هغه کابوس پايته نه رسيږی. دوی به تل د ماشينګڼو زوږ په غوږونو کې ولری.»

دبشری حقونو د ټولنې يا هيومن رايټس واچ د غړي پرامپرې زينګ لپاره په دغه محاکمه کې د کانګو د کورنيو جګړو د قربانيانو فعاله ونډه ډيره د اهميت وړ ده. دﺉ وايي:

« دا د دې لپاره مهمه ده چې له کانګو يا د پيښې له ځای څخه په زرګونو کيلو متره ليری واټن، په دن هاګ کې دغه محکمه جوړيږی. دا کيدای شی د هغه څه چې پيښ شوی او د قربانيانو د رنځ او کړاوتر منځ د يو پيوند د منځته راتلو سره مرسته وکړی. دوی کولای شی خپل غږ پورته کړی او په داسې يوه محکمه کې برخه واخلی چې ددوی په هکله پکې سوچ کيږی.»

په افغانستان کې هم ډير جنګي جنايت شوي، خو تر اوسه پورې محکمې په دې اړه هيڅ کار نه دی کړی
په افغانستان کې هم ډير جنګي جنايت شوي، خو تر اوسه پورې محکمې په دې اړه هيڅ کار نه دی کړیانځور: AP

د هيما له ټبر څخه يو څلويښت کلن په دې نظر دی چې د هيما له ټبر څخه هره کورنۍ بايد خپل يو زوی د «ليندو» له ټبر سره خونړۍ جګړې ته واستوی.په دې ډول تر پنځلس کلنۍ کښته په سلهاوو نجونې او هلکان مجبور کړای شوی چې ووژنی، غلا وکړی او زورزياتی وکړی. ددغې محکمې ارجنتاينی قاضی په خپله پرانيستونکې وينا کې وويل چې دوی مجرمين نه بلکې خپله قربانيان دی. مورينو اوکامپو وايي:

« د سرتيرو نجونو ځينی اوس اوس دوولس کلنې دی، او د پخلي او جګړې دنده په غاړه لری، پاکی او صفايي کوی او يا جاسوسی کوی، څارنه کوی او ياهم د جنسی استفادې لپاره ګومارل شوی دی. يو وخت بايد دوی وسلې ليږدولې وای، بله شيبه يې بايد قوماندان ته شيدې وروړې وای، او وروسته د خپلو آمرينو لخوا ورباندې جنسی تيري کيدل.»

مارينو اوکامپو وايي: موږ بې له کوم شک نه پوهيږو چې توماس لوبنګا په اصطلاح د کانګو د وطنپالو د ټولنې د مشر په توګه ددغو ماشومانو څخه د عسکر په ډول د کار خيستنې او له دوی سره د ناوړه چلند مسؤليت په غاړه لری.

تورن چې دری کاله يې ددا ډول محکمې څار کاوه، له خپلې بې ګناهۍ څخه غږيږی، او په خپلو دغو څرګندونو ولاړ دی چې د يوه سياستوال په توګه يي د پوځې ډوله واحدونو د کړنو په برخه کې کوم نفوذ نه درلود.

د سې شنبې په ورځ کله چې محاکمه پيل شوه، د لوبنګا دريو تنو مدافعو وکيلانو وخت وموند څو دهغو تورنو په وړاندې چې په ده لګول شوی موضعګيری وکړی. څارنوال ونه غوښتل نور جنايي تورونه په هغه ورزيات کړی. مارينو اوکامپو هيله من دی چې محاکمه لنډه وی او پايله يي د روان کال په بهير کې څرګنده شی.

دغه محکمه بايد تير کال جوړه شوې وای، خو د څارنوالی د اهمو سندونو په وړاندې کولو کې غفلت وکړ، او دې کولای شوای په هغه وخت کې محکمه له خنډ سره مخامخ کړی. قاضيانو د لوبنګا د مدافعو وکيلانوغوښتنه دده د خوشی کيدو په اړه رد کړيده.

د بشری حقونو ډلې وايي چې د کانګود ديموکراتيک جمهوريت د « اتوری» په سيمه کې د قومی جګړو له امله له 1999 کال راپديخوا څه ناڅه 60000 تنه وژل شوی او په سلګونه زره تنه نور بی کوره شويدی.

د څارنوال په دعوا کې راغلی دی چې د لوبنګا ونډه په دغه لانجه کې داسې وه چې څو په دغه سيمه چې د زرو ډير کانونه لری، خپل کنترول وساتی. دی مدعی دی چې مليشو له کورونو، ښوونځيو او فوټبال ډګرونو څخه لس - يوولس کلن ماشومان پوځې روزنځايونو ته، چيرې چې دوی تر وهلو ټکولو لاندی راتلل ليږدولی دی. او هغه نجونې چې ددوی په منځ کې وې جنسی تيري يې ورباندې کړيدی.