1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانگو د ياغياو پر وړاندي بنديزونه لگول سوي دي

۱۳۹۱ دی ۱۲, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/17Bzg

د ملګرو ملتو د امنیت شورا د کانګو ددیموکراتیک جمهوریت د یاغیانو د غورځنګ M23 او دهغه د شکمنو رواندايی متحدینو پر ضد بندیزونه وضع کړي دي. دغه خبره په نیویارک کي د ملګرو ملتو د دیپلوماټانو په حواله د فرانسې خبري آژانس کړې ده. په دغو بندیزونو کي د اشخاصو له پاره پر سفر محدودیتونه او د شرکتو او مؤسسو د بانکي حسابو کنګول شامل دي. له بلي خوا د نوي عیسوي کال له پيل سره روندا د ملګرو ملتو د امنیت شورا غیردایمي غړیتوب تر لاسه کوي.