1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کانگو ملېشې په بشري ضد جنايتونو تورني سوي دي

۱۳۹۱ آذر ۱, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16nFQ

په کانگو کي د ملېشو له خوا د گوما ښار تر نيول کېدو وروسته د بشري حقونو ضد کارونو تورونه لگول سوي دي. ملگرو ملتونو ويلي دي چي د اېم ۲۳ ملېشو له خوا په دغه سرحدي ښار کي بشري حقونه تر پښو لاندي سوی دي. د ملگرو ملتونو ادارې زياته کړې ده چي داسي راپورنه هم وررسېدلي دي چي د توتسي ملېشو په نيول سوو سيمو کي يو شمېر ښځي او ماشومان تښتولي دي. دا هم ويل سوي دي چي يو شمېر هغه کسان چي د ملېشو د پرمختگ مخالف دي هم د اېم ۲۳ ملېشو له خوا گواښل سوي دي. د فرانسې د بهرنيو چارو وزير Laurent Fabius ويلي دي چي په کانگو کي دي د ملگرو ملتونو د امنيت ساتني پر ماموريت باندي له سره غور وسي. د هغه په وينا د ماموريت قواعد او شرايط داسي ټاکل سوي دي، چي په کانگو کي د ملگرو ملتونو ۱۷۰۰۰ ځای پرځای سوو عسکرو ونه سوای کړای چي د يو څو سوو وسله والو ملېشو له خوا د گوما ښار د نيوني مخه ونيسي. ملگرو ملتونو پر روندا او يوگاندا هيوادونو باندي تور لگولی دی چي د ايم ۲۳ملېشو ملاتړ کوي.