1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کاپيسا والي په افغان دولت باندې نيوکه وکړه

۱۳۸۶ تیر ۲۲, جمعه

د کاپيسا والي عبدالستار مراد وايي چې د افغانستان په گوښه سيمو کې »د واکمنۍ د نشتوالي« له کبله طالبان يا جنايتکاران په واک کې دي. ښاغلي مراد زياته کړه چې د پاکستان څارگرې ادارې د طالبانو ملاتړ کوي.

https://p.dw.com/p/DK9C
په کاپيسا کې د ناټو په بمباريو کې وران شوی کلی
په کاپيسا کې د ناټو په بمباريو کې وران شوی کلیانځور: AP
دغه څرگندونې عبدالستار مراد د »نيوزويک« مجلې په وروستۍ گڼه کې د مرکې د لارې وکړې. نوموړي زياته کړه چې «د والي په توگه بايد دغه خبره ونه کړم. خو زه وينم چې موږ هغه څه نه شو کولای تر سره کړو چې لازم به وای.» کاپيسا ولايت د کابل په شمال ختيځ کې موقعيت لري چې په وروستيو مياشتو په کې طالبانو بريدونه تر سره کړي دي.