1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کجکي د دريم توربين کار نه دی شروع سوی

مجتبی محمدی/ هيلمند۱۳۹۱ اسفند ۲۷, یکشنبه

د کجکي د برېښنا توليد فابريکې کارکوونکي وايي چي د دريم توربين وسايل څلور کاله دمخه رسېدلي خو د نصب چاري يې لا نه دي پيل سوي.

https://p.dw.com/p/17zAM
Die Bilder zeigen das 'KAJAKI' Kraftwerk in der Provinz Helmand, Afghanistan. *** Foto: DW/Ruhullah Elham, 03.11.2011
Afghanistan Kraftwerk Kajaki in der Provinz Helmandانځور: DW/R.Elham

نزدې څلور کاله دمخه د کجکي د برېښنا د توليد فابريکې ته د برېښنا د توليد د دريم توربين د نصبولو له پاره د درې سوه شپېته ميليونو په ارزښت سامانونه ور انتقال سول. د بریښنا د تولید فابریکي کارکوونکي وايي يوسلوشل ميليونه ډالره د بهرنيانو په معاشونو مصرف سوي او بس.

کجکي ته د دغه سامانو انتقال نه يوازي له مالي اړخه ډير مصارف لرل، بلکي د انتقال پر مهال ئې انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د توربين د انتقال پرمهال په يرغل کي د کجکي ولسوالۍ په لسونو کسان ووژل سول.

اوس افغان چارواکي وايي، چي د دغه توربين د نصبولو کار پيل سوی دئ. خو د کجکي د برېښنا د توليد فابريکې يو کارکوونکی سيد غلام وايي، چي که دغي پروژې ته د مرکز حکومت توجه و نه سي نو څو کلونه نور به هم تير سي.

«مکمل سامان ئې راوړل سوی دئ. خارجي انجينران راسي باندي وگرځي ووايي چي دا کار شروع کوو، نزدې يو کال کيږي، چي راځي پرگرځي موږ څوک نه دئ ليدلی چي کار دي ورباندي شروع کړي.»

د هلمند ولایت د كجكي دبرېښنا فابريكي كار كوونكي او د دغي ولسوالۍ اوسيدونكي وايي د توربين رسيدلي وسايل له څلورو كلونو راهسي په ازاده هوا كي پراته دي چي ترنمايي ډیري پرزې ئې زنګ وهلي دي او كيداي سي چي يوشمير ئې بېخي کار ونه کړي.

د کجکي د برېښنا بابريکې يو تن کار کوونکی وايي: «تاسي ورسئ وئې گورئ د توربين پرزې ټولي زنگ خوړلي دي. فکر نه کوم چي له دې څخه بيا کار واخيستل سي، بايد بل نوی راوړل سي.»

د كجكي د برېښنا فابريكه اوس دوه نور توربينونه لري چي د خپل زړښت له مخي دوه دېرش ميګاواټه بريښنا توليدوي. كه چيري هلته دريم توربين هم نصب سي، كيداي سي دغه توليد تر شپيته ميګاواټه پوري ورسيږي، چي د هلمند او كندهار ولايتونو ته به كافي بريښنا ورکړل سي.

څه موده دمخه د هلمند ولایت چارواكو خبر وركړ، چي لښكرګاه او كندهار ته د كجكي برېښنا دغزېدلو مزو د ترميم او نوي كولو كار پيل سوی دئ. خو د كجكي د زمينداور سيمي اوسيدونكي وايي چي تراوسه يو متر لين هم نه دى نوى سوي.

«موږ د ميډيا له لاري اورو چي د کجکې د برېښنا پر شبکې کار شروع دئ، موږ ته سوال پيدا سي چي دغه کار چيري شروع دئ. زه د دې ځاگي اوسېدونکی يم د دې ځاگي کارکوونکی یم کار نو چيري وو.»

د افغانستان د برېښنا وزارت چارواكو ويلي ول، چي په هلمند كي د دغه پروژې كار د ناامنيو په خاطر ځنډېدلی دئ. خو د دغه ولايت امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام وايي، چي د كجكي پرلار امنيت ټينګ دئ او پوليس د دغي پروژې د امنيت ساتلو په برخه کي چمتو دي.

«دوستان وايي، چي دلته امن نسته. ما يو وار مخکي ويلي دي يو ځل ئې بيا تکراروم ما ته دي هغه جنس چي د كجكي د فابريکې له پاره اړين دئ د هيلمند په هر سرحد کي چي ئې راتلسيموي مسئوليت ئې زه لرم زه ئې رسوم. موږ دلته د امن په برخه کي مشکل نه لرو.»

د کجکي د برېښنا فابريكي كار كوونكي د قرارداديانو او ترجمانانو له خولي وايي، چي د دې پروژې له پيل راهسي يوسل او شل ميليونه امريكايي ډالره بېله دي چي كار پيل سي په معاشاتو او مصارفو كي د څلورو كلونو په موده كي مصرف سوي دي.