1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کراچي پر هوايي ډگر يرغل پای ته ورسید

سيد رياض/ آژانسونه۱۳۹۳ خرداد ۱۹, دوشنبه

د پاکستان امنیتي چارواکو د دغه هیواد د کراچۍ ښار په هوایي ډگر کې د تصفیوي عملیاتو د ختمیدو اعلان کړی دی. په دغه برید کې د لسو برید کوونکو په شمول ۲۸ تنه وژل شوي دي. پاکستاني طالبانو د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی.

https://p.dw.com/p/1CEjh
Flughafen Karachi attackiert 9.6.2014
انځور: picture-alliance/dpa

د رپوټونو له مخې د یکشنبې ورځي (۲۰۱۴ کال د جون ۸) په ناوخته ماښام وسله والو کسانو د کراچۍ پر نړیوال هوایي ډگر «جناح انټرنېشنل» باندي يرغل وکړ، چې په پایله کې یې څو تنه ووژل شول. تر هغه وروسته د دغه هیواد پوځ په هوایي ډگر کې عملیات پیل کړل چې شپږ ساعته یې دوام وکړ.

په وژل شوو کسانو کې د هوایي ډگر د امنیتي، رینجرز یا نیمه ملیشو، د پاکستان د دولتي هوایي شرکت پي آی اې، او د ملکي هوایي چلن د ادارې یو شمیر کارکوونکي شامل دي.

د آلمان خبري آژانس د رینجرز یا نیمه حکومتي ملیشو د مشر ډگر جنرال رضوان اختر، له قوله لیکلي دي چې د جناح هوایي ډگر پر یوه ترمینل باندي د لسو بریدگرو له خوا تر يرغل سملاسي وروسته ټولي نړیوالي او داخلي الوتني لغو کړل شوې. رضوان اختر خبریالانو ته وویل: «موږ هوایي ډگر تصفیه کړ...ټول ترهگر وژل شوي دي.»

په عین وخت کې د هوایي چلن ادارې یوه تن چارواکي شجاعت عظیم ویلي دي چې د دوشنبې ورځي په ماسپښین به له دغه هوایي ډگر څخه الوتني بېرته پیل شي.

د جناح میډیکل انستیتوت له روغتون څخه ډاکټري سیمي جمالي، ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې ۱۳ تنه امنیتي او پنځه ملکي وگړي شامل دي. هغې په خپلو خبرو کې وړاندي ویلي دي چې لږ تر لږه ۲۳ تنه چې په مرمیو ټپيان شوي دي روغتون ته د درملني له پاره وروړل شوي دي. ويل کيږي چي په دغو کسانو کې د پنځو تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارواکو ویلي دي چې د پلازمېني اسلام آباد په شمول د دوو هوایي ډگرونو امنیتي تدابیر سخت کړل شوي دي.

د کراچي هوايي ډگر
د کراچي هوايي ډگرانځور: picture-alliance/dpa

د رینجرز مشر رضوان اختر، ویلي دي، ترهگرو چي ځانمرگي واسکټونه يې اغوستي ول په دوو پنځه کسیزو ډلو کې هوايي ډگر ته تر ننوتلو وروسته هغه ترمینل ته اور واچاوه چې د کارگو او مهمو اشخاصو له پاره استعمالیږي.

د رضوان اختر په وینا اوه تنه يرغل کوونکي له کوماندو سره په وسله واله نښته کې وژل شوي دي او نورو درو تنو چې د امنیتي ځواکونو له خوا کلابند شوي ول، خپلو ځانمرگو واسکټونو ته انفجار ورکړی دی.

رضوان اختر دا خبره هم په ډاگه کړې ده چې د دوشنبې په سهار وختي د گډوډۍ په خاطر د دوو امنیتي ځواکونو ډلو ترمنځ فيرونه تبادله شوي دي چې په پایله کې یې د هوایي ډگر یو تن امنیتي کارکوونکی ټپي شوی دی. د ورکړل شوو رپوټونو له مخي د کراچۍ پر هوایي ډگر باندي په تر سره شوي برید کې الوتکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی.

پاکستاني طالبانو د برید پړه منلې ده

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخي، پاکستاني طالبانو د دوشنبې په ورځ د کراچۍ پر هوایي ډگر باندي د تر سره شوي برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی. هغوی ویلي دي چې دا برید یې د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې د خپل وژل شوي مشر حکیم الله محسود، د غچ اخیستني له پاره تر سره کړی دی.

په ۲۰۱۱مېلادي کال کې په کراچۍ ښار کې د سمندري ځواکونو پر یوه پوځي اډه باندي هم برید شوی وو. دغه برید چې کابو ۱۸ ساعته یې دوام کړی وو برید کوونکي هوایي ډگر ته زیان اړولی وو او د سمندري ځواکونو یو شمیر الوتکي یې هم ویجاړي کړي وې.