د کراچي په هدفي وژنو کي۳۳ تنه وژل سوي
۱۳۹۰ تیر ۱۶, پنجشنبهد اردو ژبو متحده قومي مومنټ MQM او د پښتنو عوامي نيشنل پارټي ANP د ګوندونو تر منځ تاو تريخوالی بې حده ډير سوی. دغه دواړي سياسي ډلي د يو بل په وژنو تورني دي.
د سندهـ ايالت د کورنيو چارو وزارت چارواکي شريف الدين ميمن فرانس پريس خبري اژانس ته ويلي: « د سې شنبې د ماښام څخه تر اوسه پوري د 33 تنو د وژل کيدو خبر ورکړل سوی، چي په وينا يې د هدفي وژنو ښکار سوي.»
د هغه په وينا پوليسو تر اوسه دولس تنه د وسلو سره نيولي، چي هدفي وژنو شک وراندي کيږي.
يو بل امنيتي چارواکي ويلي چي د ښار په لويديځه برخه اورنګي ټاون او ګاونډي سيمه قصبه کي حالات اوس هم ترينګلي دي، او وسله وال اوس هم ډزي کوي، او ټول بازار بند دی.
د اورنګي ټاون د سيمي څخه د ښوونځي يو ښوونکي فرانس پريس ته ويلي:« د خلکو سره په کورونو کي خوراکي توکي نسته، د ماشومانو له پاره شدې نسته او روغتونونو ته خو د مريضانو ليږل بيا بيخي نا شونی کاردی.»
د پوليسو يو بل چارواکي ويلي چي د ګلشن اقبال په سيمه کي په يو سروس موټر کي د پنځو تنو جسدونه پيدا سوي.
هغه زياته کړي:« موږ يو سروس موټر وليد چي د سړک پر غاړه ولاړ وو، او د پنځو وژل سوو کسانو جسدونه پکښي پراته ول چي ټول په ګوليو ويشتل سوي ول. د جسدونو هويت لا نه دی پيژندل سوی.»
د پاکستان د بشري حقونو کمېسيون ويلي، چي يوازي د روان کال په نيمايي کي 490 تنه د هدفي وژنو ښکار سوي. په تير کال کي 748 تنه او همدار راز په 2009 م کال کي 272 تنه وژل سوي ول.
اژانسونه / سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل