1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کردانو يو بل ګوند هم د تر کيې د اساسي قانون د محکمې لخوا منع اعلام سو

۱۳۸۸ آذر ۲۲, یکشنبه

DTP پنځه ويشتم گوند دئ، چې د ترکيې د اساسي قانون محکمه يې له ١٩٦٣ ميلادي کال يعنی خپل جوړښت راهيسې منع کوي...

https://p.dw.com/p/L1P7
د ترکيې قاضي القضات هاسیم کيليچ د DTP ګوند د منع اعلامولو پر مهال
د ترکيې قاضي القضات هاسیم کيليچ د DTP ګوند د منع اعلامولو پر مهالانځور: AP

يو شمېر چې د خوښۍ پر ځای د اندېښنې سبب گرزي. د اساسي قانون قاضيانو په خپله يوه خوله رايه سره، د هغو اصولو مخالف کار کړی، چې اورپايي ټولنې ته د ترکيې د ورتگ لاره همواروي.

اوس اوس منع شوی گوند ,DTP زياتره د کردانو لخوا پارلمان ته غوره شوی او غوښتل يې، چې د ترکيې په پارلمان کې د کردانو د لانجې د حل د پاره د خبرواترو زمينه برابره کړي. د ترکيې په کردمېشته ختيزو او جنوبي سيمو کې د DTP گوند يو پياوړی ځواک دئ او اکثر ښاروالان له دوی څخه غوره کيږي، لکه د کردانو په سيمه ديارباکر کې.

د DTP له منع کولو سره يو ځل بيا په اصطلاح دې اور ته لمن وهل کيږي. له دې سره د کردانو په برخه کې وروستي مثبت سياسي پرمختگونه او هم د محافظه کار اسلامي حکومت د مشر لومړي وزير طايپ اردوگان لخوا ملاتړ کېدونکي کوششونه له خاورو سره برابريږي.

د DTP گوند د منع کېدنې دليل، د کردي پټې ډلې PKK په اصطلاح غيرمستقيم سياسي استازيتوب بلل شوی. په ١٩٧٨ کال کې جوړشوی د PKK غورزنگ، کوم چې په اورپا او د امريکې متحده ايالتونو کې د ترهگرو له ډلې څخه شمېرل کيږي، له ١٩٨٤ ميلادي کار راپدېخوا د يوه آزاد کردستان د جوړېدنې په هيله له ترکانو سره لاس په گريوان دئ.

په دې وروستيو کې د PKK غوښتنې دې ټکي ته راټيټې شوې، چې بايد کم ترکمه، د ترکيې له ٨٠ مليونو وگړو څخه په سلوکې شل برخې جوړوونکو کردانو ته کورنۍ واکمني ورکړل شي. دا نه شي ويل کېدلی، چې PKK به څوک په پوځي عملياتو سره راوپرځولی شي. دې ډلې ته، د کومې مشر عبداله اوچالان چې له لسو کالونو راهيسې د ترکيې په بند کې پروت دئ، د لارې موندلو يواځينۍ وسيله هم هغه په نوو کردي ځوانانو کې له ترکانو سره د څنگ ترڅنگ صلحيزه ژوند مفکوره کېدلی شي.

د DTP گوند په ترکيه کې پنځم کردي پلوه گوند دئ، چې له ١٩٩٣ ميلادي کال راهيسې په ورته دليلونو سره، يعنی چې له PKK څخه ملاتړ کوي او د ترکيې د جمهوريت اساسي نظم له خطر سره مخامخ کوي، د اساسي قانون د محکمې لخوا منع کيږي.

خو دا ځلې هم لکه د مخکې غوندې د هغه ځای د صلحې او دموکراسۍ گوند BDP نيسي. دې گوند سر له اوسه دا بندوبست کړی، چې په راتلونکو ټاکنو کې به بيا ټاکل کيږي. اوس په پارلمان کې له DTP څخه پاتې او په زور سره ناپويلي بلل شوي استازي غواړي له خپلو څوکيو څخه لاس واخلي تر څو نوو او مخکې له وخت نه ټاکنو ته لاره همواره کړي.

اد اردوگان AKP گوند ښايي، د اورپايانو لخوا د کردانو په هکله د خپل مثبت سياست د ستاينې تر څنگ د دوه مخيز توب تورهم پر ځان ومني. کله چې د اساسي قانون محکمې د لويې څارنوالۍ په غوښتنه سره د دوی د منع کونې پر موضوع غور درلود، نو د AKP گوند دا غږ پورته کړ، چې د اساسي قانون محکمه د خلکو پرغوښتنو باندې سترگې نه شي پټولی.خو دا ځل يې سره له دې چې DTP هم يو د خلکو لخوا ټاکل شوی سياسي ځواک وو، خوله پټه ونيوله.

Güngör, Baha/ محمد عارف وردګ

کتونکی. زيارمل