1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرزي او کیاني د غونډې پایلې اعلان نه شوې

مسعود جهش (رویترز، د آلمان خبري آژانس)۱۳۹۲ اردیبهشت ۵, پنجشنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، ویلي چې افغان ولسمشر حامد کرزي، د پاکستان د پوځ له مشر سره د چهار شنبې په ورځ لیدلي او د کابل او اسلام آباد تر منځ يې د اړیکو د ښه کولو په اړه «گټورې» خبرې کړې دي.

https://p.dw.com/p/18N1G
U.S. Secretary of State John Kerry (C) laughs as Afghan President Hamid Karzai and Pakistani Army Chief General Ashfaq Parvez Kayani shake hands after he made a statement following a meeting in Brussels April 24, 2013. U.S.-hosted talks between Karzai and Pakistani officials were productive but any progress will be measured in results, Kerry said on Wednesday. REUTERS/Evan Vucci/Pool (BELGIUM - Tags: POLITICS MILITARY TPX IMAGES OF THE DAY)
Hamid Karzai John Kerry Ashfaq Parvez Kayaniانځور: Reuters

د افغان ولسمشر او پاکستاني چارواکو تر منځ دغه غونډه د جان کیري په کوربه توب جوړه شوې وه. که څه هم کیري ټینگار وکړ چې خبرې گټورې وې، خو هغه دا خبره هم روښانه کړه چې د غونډې پریکړې باید په عمل کې ولیدلې شي. کیرې وویل: «موږ ډیرې پراخه ... گټورې او جوړوونکې خبرې اترې وکړې ... خو موږ ټولو سره موافقه کړې ده چې د دې غونډې پایلې به د غونډې [د پریکړو په اړه] معلومات ورکړي، نه دا چې موږ یې په یوه خبري کنفرانس کې اعلان کړو.»

کیري د غونډې د جزئیاتو په اړه نور څه بربنډ نه کړل. افغانستان په وروستیو وختونو کې تر بل هر وخت ډیر پر پاکستان باندې تورونه لگوي چې د دغه هیواد د سولې د بهیر پر وړاندې ستونزې رامنځ ته کوي. افغان چارواکي همدارراز وایي چې پاکستان غواړي د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې کله چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي، دغه هیواد نا آرامه وساتي.

جان کیري د دغو او ځینو نورو ستونزو د له منځه وړلو له پاره د ولسمشر کرزي، د پاکستان د پوځ مشر اشفاق کیاني او د بهرنیو چارو یوه لوړپوړي چارواکي جلیل جیلاني، تر منځ په بروکسل کې د غونډې کوربه توب وکړ.

جان کیري د ولسمشر کرزي او پاکستاني چارواکو تر درې ساعته غونډې وروسته وویل: «زه فکر کوم چې د غونډې ټولو گډونوالو په دې خبره سره موافقه وکړه چې باید د سیاست او امنیت په برخو کې خبرې اترې دوام ومومي.»

ولسمشر کرزي هم دغه غونډه ډیره گتوره وبلله او ویې ویل چې خوشحاله دی چې کیاني او جیلاني په کې د گډون له پاره بروکسل ته راغلي دي. د غونډې په پای کې نه کرزي او نه هم کیاني د هغه د پایلو په اړه څه وویل.

په وروستیو وختونو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ له دې کبله یوه نوې شخړه پیدا شوې ده چې افغان چارواکي پر پاکستان باندې تور لگوي چې د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې یې د افغانستان په خاوره کې پرمختگ کړی دی.