1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرزي مخالف سياسي گوندونه له طالبانو سره خبري کوي

نسیم صابر (AP کيتي گانون)۱۳۹۱ اسفند ۲۸, دوشنبه

بېلابېل افغاني سياسي ګوندونه د ولسمشر حامد کرزي پر وړاندې «د سياسي ګوندونو د همکارۍ د شورا» په نوم سره راټول شوي دي او له طالبانو او حزب اسلامي سره يې خبرې اترې پيل کړې دي.

https://p.dw.com/p/17zPA
Afghan Chairman of National Front Ahmed Zia Massoud (L-R) Leader of the National Islamic Movement of Afghanistan General Abdul Rashid Dostum and Leader of the People's Unity Party of Afghanistan Haji Mohammad Mohaqiq address a news conference after talks between U.S. members of Congress and Northern Alliance representatives in Berlin January 9, 2012. REUTERS/Tobias Schwarz (GERMANY - Tags: POLITICS)
Berlin Konferenz über die Zukunft Afghanistansانځور: Reuters

دغه گوندونه غواړي مخکي له دې چې په راتلونکي کال کې ولسمشريزي ټاکني کيږي او نړيوال جنگي ځواکونه له افغانستان څخه وزي د سولي پروسه چټکه کړي.

دغه خبره طالبانو او د اپوزيسيون مشرانو اسوشېتد پريس خبري آژانس ته کړې ده. په دې ترتيب په لومړي ځل دا خبره تائيد شوه چې اپوزيسيون خپلې خبرې اترې پيل کړې دي او هڅه کوي چې اوس ۱۲ کلنې جګړې ته يوه سياسي حل لاره پيدا کړي.

طالبان هم ښايي وغواړي چې په خبرو کې پرمختګ وشي، آژانس ليکي چي هغوی يعني طالبان آن پر دې باندي فکر کوي چې خپل اصلي مرکچي بدل کړي.

د اپوزيسيون په دغه ډله کې مخکښي سياسي څېرې هم شته. په دغو کسانو کې عبدالله عبدالله او علي احمد جلالي راځي، چې ويل کيږي په ۲۰۰۹ کال کې د واشنګټن د خوښي کانديدان ول.

په دغه ډله کي رشيد دوستم او محمد محقق هم راځي، چې د ګوندونو مشران دي. احمد ضيا مسعود هم شته، چې پخوا مرستيال ولسمشر او د طالبانو پر ضد د وژل شوي احمد شاه مسعود، ورور دی. د اپوزيسيون د ټلوالې يوه غړي، حميد ګيلاني وويل: «موږ د افغانستان له پاره د حل يوه لاره غواړو، خو هر ګام بايد ډېر نرم پورته شي. موږ بايد دا بهير پيل کړو.»

ګيلاني زياته کړه چې د اپوزيسيون ډله د طالبانو له داسې مرکچيانو سره خبرې اترې تر سره کوي چې د طالبانو مشر، محمد عمر، ته ډېر نزدې دي. هغه نه غوښتل چې د هغوی نومونه افشا کړي ځکه چې ويل يې هغوی ته ښايي هم د افغان دولت او د طالبانو د داسې غړيو له خوا چې د سولې خبري اتري نه غواړي، ګواښ متوجه شي.

د ګلبدين حکمتيار د حزب اسلامي ګوند يوه لوړپوړي چارواکي تائيد کړې ده چې ځينو استازو يې د کرزي له اپوزيسيون سره کتلي دي. هغه زياته کړه چې خبرې لا تازه دي، خو د نورو جزياتو له ورکولو يې ډډه وکړه. نوموړي د نوم د نه اخيستلو په شرط خبري وکړې ځکه چې د خبرو اترو مسئله ډېره حساسه ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا خبره رد کړه چې طالبان دې د اپوزيسيون له ډلو سره خبرې اترې تر سره کوي. خو د دغي ډلي يوه بل چارواکي تائيد کړې ده چې هغوی په کابل کې د اپوزيسيون له غړيو سره په تماس کې دي.

دغه چارواکي هم د نوم د نه اخيستلو په شرط خبري کړي دي ځکه چې هغه هم د طالبانو له خوا رسنيو ته د خبرو کولو اجازه نه درلوده.

افغان ولسمشر هم د خپلو سياسي مخالفينو پر وړاندې خبري تندي کړي دي او هڅه کوي هغوی د امريکا متحده ايالاتو لاسپوڅي وښيي چې په وينا يې امریکا غواړي مخکي له دې چي د ۲۰۱۴ کال په پای کي له افغانستان څخه ووزي، داسې يو حکومت جوړ کړي چې د هغوی په خوښه وي.

د ځواکونو وتل او د ولسمشرۍ ټاکنې دوې داسي پېښي دي چې د څارونکو په خبره ښايي افغانستان بې ثباته کړي.