1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کرزي په کابينه کي بدلون خواشيني کړي يو»

۱۳۹۱ شهریور ۱۳, دوشنبه

یو شمېر افغانان د ولسمشر کرزي په کابينه کي له نويو بدلونونو سره خوښ نه دي او وايي، چي د دې خبر په اورېدو سره ډير خواشيني سوي دي.

https://p.dw.com/p/162Rf
انځور: Aida Azarnoush

د يکشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر۲) افغان ولسمشر حامد کرزي د يوه ځانګړي فرمان په ترڅ کي بسم الله محمدي د ملي دفاع د وزير، حاجي دین محمد د سرحدونو قومونو او قبایلو د چارو وزیر، مجتبي پتنګ د کورنيو چارو د وزير او اسدالله خالد د ملي امنيت د لوى رئيس په توګه ولسي جرګې ته د باور رايي د اخيستلو له پاره ور وپیژندل.

خو یو شمېر ولسي خلک د خپل ولسمشر له دې پريکړي څخه نا خوښه دي او وايي، چي بايد نور نوي وزيران راغلي وای، د دوی په خبره دې خلکو په خپلو وزارتونو او رياستونو کي څه وکړل چي دلته به ئې وکړي؟

د کابل د څرخي پله د سیمي یو تن اوسيدونکي میراګل له دویچه ویله پښتو ويبپاڼي سره په خبرو کې وویل:

«کله چي مي دا خبر واورید ډير مایوسه شوم، ځکه دا کسان خلک ښه پیژني چي د خلکو له پاره نه، بلکي د خپلو جیبونو له پاره ئې په تیرو څو کلونو کي کار کړی دئ، هغوی تکراري څېرې او په اولس کي نه ځائیدونکي کسان دي.»

د کورنيو چارو پخوانی وزير بسم الله خان محمدي
د کورنيو چارو پخوانی وزير بسم الله خان محمديانځور: DW

په دې وزيرانو کي یو هم بسم الله محمدي دئ، چي څو ورځي دمخه د کورنیو چارو وزارت په دنده کي د پاته راتګ په تور د ولسي جرګې له خوا د اعتماد رايه ځني واخيستل شوه او اوس بیرته د دفاع وزارت ته نومول شوی دی.

د کابل د نوي ښار یوه تن اوسیدونکی بیا د بسم الله محمدي ټاکل د ولسمشر له خوا د شطرنج پیل شوې لوبه بولي.

هغه وایې: «آیا په دې وطن کي نور په کار پوه څوک نشته، چي همدا ازمویل شوي خلک له یوه وزارته بل ته او له بله بل ته مقرریږي، زه فکر کوم چي دا له اولس او سیاسي ډلو سره د ولسمشر د شطرنج لوبه ده، ځکه هر څوک ونډه ځني غواړي.»

په همدې حال کي د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، چي ولسمشر کرزی په پارلمان کي پراخ نفوذ لري او غواړي چي د هغو په ملاتړ دا کار وکړي.

د افغانستان د ستراتیژیکو تحقیقاتو د مرکز غړی عصمت الله غلجی وایي، چي که چیري ولسمشر وغواړي دې کسانو ته له ولسي جرګې څخه ډیر ژر رایه اخیستلای شي او که و نه غواړي هغوی پخپله حاکمه ډله باندي چي په ولسي جرګه کې موجوده ده ډير ژر د باور رايه ځني واخلي.

د غلجي په خبره نومول شوي څلور څېرې ولسمشر ته د اعتماد وړ کسان دي او په اوسنیو حساسو شرایطو کي چي ولسمشریزي ټاکني هم په مخ کي دي کرزی نه غواړي نوي او نه آزمویل شوي څېرو ته مهمي دندې وسپاري.

د قومونو قبائيلو او سرحدونو چارو وزير اسدالله خالد
د قومونو قبائيلو او سرحدونو چارو وزير اسدالله خالدانځور: DW

د هغه په خبره د قبایلو وزارت ته ټاکل شوی، حاجي دین محمد د تیرو ولسمشریزو انتخاباتو پر مهال د کرزي د ټاکنیز کمپاین مشر وو:

«او اوس ولسمشر غواړي، چي د هغه په ګمارلو سره دا موقع برابره کړي چي په را روانو ټاکنو کي د هغه د ورور قیوم کرزي د ملاتړ له پاره کار وکړي.»

د راپورونو له مخي قیوم کرزی په را روانو ولسمشریزو ټاکنو کي د ولسمشر کرزي نوماند دئ او لا اوس ورته کمپاینونه پيل شوي دي.

په همدې حال کې ولسمشر کرزي لارښوونه کړې ده، چي اسدالله خالد دي د ملي امنیت د سرپرست رئيس په توگه وټاکل شي او دا ښيي چي که چیري نوموړی له پارلمان څخه د باور رایه تر لاسه هم نه کړي، نو کرزی ئې هرو مرو د یوې مودې له پاره پر همدې دنده ساتي.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل