1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د کرزي څرگندوني زموږ له پاره خطرناکي دي»

مسعود جهش (AFP)۱۳۹۱ اسفند ۲۴, پنجشنبه

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان خبرداری ورکړی دی چې د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندوني کیدای شي چې په دې هیواد کې د امریکایي ځواکونو پر ضد بریدونه لا پسې ډیر کړي.

https://p.dw.com/p/17xKi
U.S. Marine General Joseph Dunford (L) attends a change of command ceremony at the ISAF headquarters in Kabul February 10, 2013. Dunford, expected to oversee the withdrawal of most foreign troops from Afghanistan by the end of next year, took control of the NATO-led mission on Sunday, in an elaborate ceremony which emphasised the country's sovereignty. REUTERS/Massoud Hossaini/Pool (AFGHANISTAN - Tags: MILITARY POLITICS)
Joseph Dunford neuer NATO Kommandant in Afghanistanانځور: REUTERS

کرزي په خپله وروستۍ وینا کې پر بهرنيانو باندي سختي نیوکې وکړې. په افغانستان میشتو ناټو ځواکونو هم دا خبره منلې ده چې په دغه هیواد کې د بهرنيو ځواکونو مشر جنرال جوزیف دانفورد، خپلو سرتیرو ته په یوه لیک کي هدایت کړی دې چې لا ډیر احیتاط وکړي، ځکه د هغه په اند د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندوني پر امریکايي ځواکونو باندي د بریدونو د ډیریدو لامل کیدای شي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ پر امریکايي ځواکونو باندي نیوکي وکړې، چي د طالبانو يرغلونه د امریکایانو په گټه دي او هغوی ته په افغانستان کې د لا ډیر وخت له پاره د پاتېدو شرايط برابروي. هغه همداراز امریکايي ځواکونه د افغانستان پوهنتونونو ته له ننوتلو څخه هم منع کړل.

هغه هدایت لیک چې دانفورد خپلو سرتیرو ته استولی دی د نیویارک تایمز ورځپاڼي ادارې ته هم په لاس ورغلی دی. په دې لیک کې راغلي دي: «د کرزي خبري کیدای شي چې زموږ د ځواکونو پر ضد يرغلونه لا پسې ډیر کړي... هغه [ولسمشر کرزی] همداراز کیدای شي داسې امرونه هم صادر کړي چې د امریکايي ځواکونو ژوند له خطر سره مخامخ کړي.»

په وروستیو وختونو کې همداراز د ولسمشر کرزي او امریکايي ځواکونو تر منځ افغانانو ته د بګرام زندان د مسئولیت په سپارلو کې د ځنډ راتلو پر سر هم شخړي رامنځ ته شوي دي.

د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندوني په داسې حال کې کیږي، چې اوس امریکايي چارواکي په دې اړه فکر کوي چې تر۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې خپل يو شمیر سرتیري پریږدي او که نه.

په دې اړه ایساف هم یوه بیانیه خپره کړې ده چې پکښي راغلي دي: «دغه هدایت لیک په افغانستان کې د ایساف وروستیو تلفاتو ته په کتو سره د احتیاط له مخي استول شوی دی. د جنرال دانفورد لیک د دې خبري چې باید احتیاط وشي بېلګه ده.»

د دوشنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو اووه تنه سرتیري ووژل شول. لومړی دوو تنو امریکايي سرتیرو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د افغان امنیتي ځواکونو په یونیفرورم کې یوه سرتیري ورباندي ډزې وکړې. په دې پېښه کې لس تنه نور امریکايي سرتیري ټپیان هم شول. تر دې پېښي وروسته پنځو تنو بهرنیو سرتیرو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د هغوی څرخۍ الوتکه راولوېده.

تیره میاشت ولسمشر کرزي امر کړی وو چې ځانگړي امریکایي ځواکونه باید له وردگو ولایت څخه راووځي. هغه دغه راز افغان ځواکونو ته امر کړی وو، چې نور له بهرنیو ځواکونو څخه هوایي ملاتړ و نه غواړي.

ښاغلي دانفورد په خپل لیک کې ویلي دي: «موږ د خپلو اړیکو په یوه سخت پړاو کې یو. [یاغیان] هم دغه وضعیت څاري او کیدای شي داسي عمل ته لاس ورته کړي، چې وضعیت لا پسې خراب کړي. هغوی لا وختي د اوړي له پاره چمتوالی نیولی دی.»

ویل کیږي چې ولسمشر کرزی غواړي د امریکا پر ضد په څرګندونو سره خپل ځان په یوه ملي قوي شخصیت باندي بدل کړي. هغه د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته تر اوسه د افغانستان د حکومت واگي په لاس کي دي.