1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کرهنې د سکتور وده د افغان حکومت په لومړیتوبونو کې ده

میرویس جلالزی۱۳۹۱ اسفند ۴, جمعه

افغان چارواکي وایي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به په افغانستان کې کرهنیزې ځمکې پراخه شي. دغه چارواکي زیاتوي چې له درو کلونو راهیسې د کرهنې د سکتور وده، د افغان حکومت د بودجې په لومړیتوبونو کې شامله شوې ده.

https://p.dw.com/p/17jvF
انځور: AP

د افغانستان د ماليې وزیر حضرت عمر زاخیلوال، وایي چې د افغانستان د ملي پراختیایي ستراتیژي له مخې به په راتلونکو لسو کلونو کې د اوبو لرونکو کرهنیزو ځمکو اندازه ۲.۳ میلیونه هکتارو ته لوړه شي. اوس مهال په افغانستان کې ۱.۵ میلیونه هکتاره دغه شان ځمکې موجودې دي.

د افغانستان اقتصاد تر ډیرې کچې پر کرهنې ولاړ دی. د دغه هیواد شاوخوا اتیا سلنه اوسیدونکي په مستقیم او یا هم غیر مستقیم ډول په دې سکتور کې په کار بوخت دي. که څه افغان حکومت ادعا کوي چې اوس یې تر بل هر وخت ډیر د کرهنې سکتور ته پام اړولی دی، خو بیا هم په افغانستان کې ډیر وخت د کرهني په برخه کې له سنتي وسایلو څخه کار اخیستل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال، وايي چې د آلمان په ګډون یې له یو شمیر هیوادونو سره داسې تړونونه لاسلیک کړي دي چې له مخې یې ‎د دې هیواد د کرهني سکتور د صنعتي کولو په بهیر کې مرسته کیږي. د ښاغلي ارغندیوال په خبره افغان حکومت په دې برخه کې پر آلمان سربیره له کانادا، جاپان، ایټالیا، هالند، برازیل او هند سره تړونونه لاسلیک کړي دي.

که له یوې خوا چارواکي د پرمختګونو ادعا کوي، یو شمیر افغان بزګران وايي چې په تیرو لسو کلونو کې یې په ژوند او د کارکولو په شیوو کې کوم بدلون نه دی راغلی. په تیرو لسو کلونو کې د افغانستان په یو شمیر برخو کې د اوبو د نه شتون له کبله د کرهنې ځمکې په دښتو بدلې شوې دي. دغه وضعیت په خاصه توګه په افغانستان کې د خوراکي موادو بیه لوړه کړې ده.

د کابل د موسهي ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی چې د کرهنې په سکتور کې کار کوي وایي که افغان بزګرانو ته اوبه ورسول شي هغوی کولای شي چې د خپلو حاصلاتو کچه لوړه کړي. دغه بزګر زیاتوي: «که حکومت غواړي د کرهنې په برخه کې کار وکړي، نو موږ ته دې ماشینونه راکړي، د اوبو سیستمونه دې ورغوي، اصلاح شوي تخمونه دې وویشي او کمیاوي سره دې توضیح کړي.»


ښايي د افغانستان د ماليې وزیر حضرت عمر زاخیلوال، د دغه افغان بزګر غوښتونو ته ځواب ولري، ځکه هغه وایي چې  د اوبو د کانالونو د جوړولو په موخه یې کافي بودیجه ځانګړې کړې ده. نوموړی زیاتوي چې په راتلونکو لسو کلونو کې به هغه ځمکې لا پسې پراخه شي چې ورته کافي اوبه رسیږي. زاخیلوال وایي: «زموږ په سږنۍ د راتلونکي او تیر کال په بودجه کې بنسټیزو پروژو ته لومړيتوب ورکړل شوی دی. تر دغو پروژو وروسته زموږ دویم لومړیتوب د کرهنې سکتور وده ده.»

خو تر مخکې هم په ځینو مواردو کې افغان حکومت د مرستو او پرمختګونو سینه ډبولې ده چې بیا وروسته یې کومې پایلې نه دي لیدلې شوي. دا چې د کرهنې په برخه کې به د افغان دولت پروژې عملي شي او که نه ښايي د وخت له تیریدو سره معلومه شي.