1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کريميا پارلمان د خپلواکۍ اعلان وکړ

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۲۰, سه‌شنبه

د کريميا نيمه ټاپو محلي چارواکو اعلان کړی دی چي محلي پارلمان له اوکرايين څخه د دغي سيمي د جلا کېدو په خاطر رايه ورکړې او تر دې وروسته د کريميا نيمه ټاپو «يو خپلواک جمهوريت» دی.

https://p.dw.com/p/1BNRn
انځور: picture-alliance/AA

د کريميا د سيمه ييزو چارواکو په خبره د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مارچ مياشتي ۱۱) پارلمان له اوکرايين څخه د بېلتون په اړه رايه ورکړه او تر دې وروسته د «يوه خپلواک جمهوريت» په توگه ياديږي.

د کريميا د پارلمان رئيس په دې اړه وويل: «په پارلمان کي له ۸۱ تنو حاضرو استازو څخه ۷۸ تنو يې له اوکرايين څخه د بېلتون رايه ورکړه.» د خپلواکۍ دغه اعلان د يکشنبې په ورځ د ترسره کېدونکي ټولپوښتني ترمخه اجرايي شکل غوره کړی دی.

که څه هم چي کريميا د نړيوالو حقوقو له مخي د اوکرايين د خاوري يوه برخه گڼل کیږي، خو په پلان کي ده چي سيمه ييز دولت به د يکشنبې په ورځ د يوې ټولپوښتني په ترځ کي دغه سيمه په روسيه پوري وتړي.

د اوکرايين د مرکزي حکومت په حواله له هغه وخت راهيسي چي ويکتور يانو کوويچ راپرځېدلی دی روسيې د کريميا په نيمه ټاپو کي له نزدې ۲۵ زره څخه تر ۳۰ زرو پوري عسکر ځای پر ځای کړي دي.

له بلي خوا د اوکرايين مرکزي حکومت، اروپايي ټولني او امريکا متحده ايالاتو دغه ټولپوښتنه غير قانوني بللې ده او روسيې ته يې په خپلي خاوري پوري د کريميا د ضميمه کولو په سبب خبرداری ورکړی دی.

د اوکرايين مرکزي حکومت د کريميا سيمه ييز دولت او پارلمان په رسميت نه پيژني او دغه نهادونه يې د روسيې د لارښوونو د عملي کولو عامل بللي دي.

د روسيې پارلمان هم اعلان کړی دی چي راتلونکې اوونۍ به له روسيې سره د کريميا نيمه ټاپو د يوځای کېدو په اړه بحث وکړي. د روسيې پارلمان (دوما) په پلان کي لري چي د مارچ مياشتي پر ۲۱ نېټه د «پردی مځکي» د خپلولو په قانون کي په بدلون راسوتلو سره لار پرانيزي.

په قانون کي به بدلون روسيې ته اجازه ورکړي چي د يوه پردي هيواد يوه برخه د هغه هيواد د مرکزي حکومت له اجازې پرته کولای سي چي له روسيې سره يو ځای سي.

د کريميا نيمه ټاپو په ۱۹۵۴ کال کلي په اوکرايين پوري اړه پيدا کړه او په ۱۹۹۱ مېلادي کال کي د پخواني شوروي اتحاد تر ټوټه کېدو وروسته کريميا د اوکرايين يوه خپلواکمنه سيمه سوه.

د اوکرايين د بحري قوې د کنترول تلاښ

په سيواستوپل کي اوکرايين جنگي کښتۍ
په سيواستوپل کي اوکرايين جنگي کښتۍانځور: Reuters

د کريميا سيمه ييز دولت چي له روسيې سره د يو ځای کېدو تلاښ کوي اعلان کړی دی چي اوس په دغه سيمه کي هڅي کوي چي د اوکرايين بحري جنگي کښتۍ په خپل کنترول کي راولي.

د کريميا د نيمه ټاپو د محلي دولت رئيس سرگي اکسيونوف، د روسيې له ريا نووستي خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي چي «په سواستوپل بندر کي به د اوکرايين هغه جنگي بېړی چي ځای پرځای دي په خپل کنترول کي راولي.»

د محلي دولت رئيس زياته کړه: «د اوکرايين هغه عسکر چي نه غواړي زموږ سره يوځای سي بايد ژر تر ژره له کريميا څخه ووځي.»

پر روسيې باندي د نوو بنديزونو لگولو په خاطر د اروپايي هيوادونو غونډه

په پلان کي ده چي د سه شنبې په ورځ به په لندن کي د اروپايي ټولني او نورو غربي هيوادونو استازي راټول سي څو پر روسيې باندي د نوو بنديزونو د لگولو په اړه پريکړه وکړي.