1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کريميا کړکيچ په اړه د آلمان دريځ

عبدالباري حکيم/ دويچه ويله۱۳۹۲ اسفند ۲۹, پنجشنبه

د آلمان صدراعظمه انگيلا ميرکل د کريميا په کړکېچ کي د روسيې چلند نه مني. هغې د خپل هيواد پارلمان ته په وينا کي د اروپا د «پريکړند او يو موټي» غبرگون غږ وکړ.

https://p.dw.com/p/1BTNI
انځور: picture-alliance/dpa

د کريميا د لانجي په اړه د اروپايي اتحاديي د حکومتي او دولتي مشرانو تر دوې ورځنۍ غوندي مخکي د آلمان صدراعظمي انگيلا ميرکل د خپل هيواد پارلمان ته په وينا کي داسي وښووله چي هغه به په نوموړي سرمشريزه کي د روسيې پر ضد د نورو پراخو بنديزونو د لگولو غوښتنه و نه کړي.

خو که چيري په سيمه کي وضعيت تر دې نور ستونزمن شي، نو د اروپايي ټولنه به د هغو بنديديزونو چي د مارچ مياشتي پر شپږمه يي تصويب کړي ول، د دوهم پړاو د اقدماتو اعلان وکړ.

ميرکل وويل، که چيري وضعيت په اوکرايين کي، خصوصا په ختيځ او جنوب کي نور هم کړکيچن شي، نو اروپايي ټولنه به د بنديزونو دريم پړاو يعني اقتصادي بنديزونه تر لاس لاندي ونيسي: «د تيري يکشنبې په ورځ په کريميا کي تش په نامه ټول پوښتنه د اوکرايين له اساسي قانون او نه هم د ولسونو د نړيوالو حقوقو سره سمون لري. په اروپا کي د امنيت او همکارۍ سازمان او دغه راز د اروپايي ټولني د شورا دريځ څرکند دي. په دې سره روسيې په ټولو نړيوالو سازمانونو کي ځان تجريد کړ.»

ميرکل په خپله وينا کي يادونه وکړه چي د اروپايي ټولني د دوشنبې په ورځ د اوکرايين او روسيې د ۲۱ کسانو پر ضد چي د اوکرايين د خاوري بشپړتيا او خپلواکي يې په ځانکړې توگه له خطر سره مخامخ کړې ده، بنديزونه ولگول.

هغوی به اروپا ته د سفر کولو اجازه ونه لري او په اروپا کي به د هغوی شتمنۍ کنگل کړل شي. هغي وويل د اړتيا په صورت کي کيداي شي چي د بنديز دغه فهرست نور هم اوږد کړل شي.

مرکل وويل: «د روسيې له خوا د يو خپلواک دولت په توگه د کريميا په رسميت پيژندل او د روسيې له فيدراسيون سره د هغه د گډولو تړون د اوکرايين د يووالي پر ضد د ولسونو د حقوقو خلاف بل گام دی. په همدي وجه دا د اروپا او د هغه د شريکانو له خوا د يو گډ او پريکړند ځواب غوښتنه کوي.»

آيا دا د G8 ډلي د پای په معنی ده؟

د نړۍ د اتو سترو صنعتي هيوادونو د راتلونکې په هکله د آلمان صدراعظمي وويل: «تر هغه پوري چي د داسي يو مهم جوړښت، لکه G8 له پاره يوه سياسي چاپيرالو موجود نه وي، نو نه د هغه سر مشريزه او نه هم د هغه جوړښت نور موجود دی.»

په پام کي وه چي د سږ کال په جون مياشت کي به د روسيي په سوچي کي دG8 سرمشريزه هم جوړه شي. خو په کريميا کي د وروستيو تحولاتو له امله د دغي غونډي له پاره تياري لغوه کړل شوه.

په کريميا کي د روسيې د نقش پر وړاندي د غبرگون په توگه د پنجشنبې په ورځ په بروکسل کي د اروپايي ټولني دولتي او حکومتي مشران راټوليږي، څو د روسيې پر ضد د نورو بننديزونو په هکله خبري وکړي. تردې مخکي د آلمان د اقتصاد وزارت له روسيې سره د وسلو يوه سوداگري بنده کړه. د چهارشنبې په ماښام په کريميا کي روسيي عسکرو د اوکرايين پر نورو سمندري اډو باندي کنترول ټينگ کړ.

د آلمان په پارلمان د ميرکل د وينا پرضد د آلمان د کيڼ اړخي گوند پارلماني مشر، گريگور گيزي، د خپل هيواد پر حکومت باندي تور ولگاوه چي د «ولسونو د حقوقو له پاره دوه ډوله معيار لري.» گيزي وويل: «که چيري د اوکرايين د کريميا بيلتون د ولسونو د حقوقو سره تناقض ولري، نو د کوسووا بيلتون هم له دغو حقوقو څخه سرغړونه ده.» کوسووا د پخواني يوگسلاويا د صربستان جمهوريت يو ولايت وو چي له هغه څخه بيل شوو او د آلمان په شمول اروپايي اتحاديي هغه د يوه خپلواک دولت په توگه په رسميت وپيژند.

د آلمان کين اړخي گوند پر ميرکل باندي تور ولگاوه چي د امريکانو د دي فشار مخه يي نه ده نيولې چي د روسيې پر ضد د هغو بنديزونو چي د اروپا په تاوان دي، مخه ونيسي.